د پاکستان لوبډلي زمبابوي ته په لومړي ټیسټ لوبه کې په ستر توپیر ماتي ورکړه. | خبریال

د پاکستان لوبډلي زمبابوي ته په لومړي ټیسټ لوبه کې په ستر توپیر ماتي ورکړه.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان او زمبابوي ترمنځ د زمبابوي په کوربه توب د دري شل اوریزو او د دوه ټیسټ لوبو سریز دوام لري.

چي د یادي لړي دريا شل اوریزي لوبي ترسره شوي او د شل اوریزو لوبو لوبلړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د یو د دوه پر وړاندي وکټله.

لومړني شل اوریزه لوبه د اپریل د میاشتي په ٢١ نیټه ترسره شوه. چي په هغي لوبه کي د پاکستان لوبډلي بریا خپله کړه او د زمبابوي لوبډله يي په لومړي شل اوریزه لوبه کې مات کړه.

خو دوهمه شل اوریزه لوبه چي په درویشتمه نيټه د اپریل د میاشتي ترسره شوه. زمبابوي لوبډلې وکولي شوو چي د پاکستان لوبډلي ته ستره ماتي ورکړه.

چي په دوهمه شل اوریزه لوبه کې د پاکستان لوبډلې ټاس يا پچه وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي زمبابوي لوبډلي ته ورکړه.

زمبابوي لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ١١٨ منډې جوړي کړي او د پاکستان لوبډلې ته يي په شل اورونو کي د ١١٩ منډو هدف ورکړه.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې بیا محمد حسنین او دانش عزیز دوه دوه ویکټي ترلاسه کړي.

د پاکستان لوبډلې ونه شو کولي چي یاد هدف ته ځان ورسوي. او په ١٩.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازی نهه نوي منډي جوړي کړي. او لوبه تري د زمبابوي لوبډلې په ١٩ منډو په توپیر وکټله.

د پاکستان لوبډلې لپاره بابر اعظم ښه توپ وهنه وکړه. نوموړي په ٤٥ توپونو باندي ٤١ منډې جوړي کړي.

د زمبابوي لوبډلې لپاره لوګ جنګوي ښه او غوره توپ اچونه وکړه. چي په ٣.٥ اورونو کې د کمو ١٨ منډو په ورکولو سره څلور ویکټي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي هم لوګ جنګوي وپیژندل شوو. چي په څلورو اورونو کې یي څلور ویکټي ترلاسه کړي.

د یادي لوبلړي وروستې او فاینل شل اوریزه لوبه کې هم پاکستان لوبډلې بریا خپله کړه. او همدارنګه يي د پاکستان کرکټ ملې لوبډلي ته يي د یاد سفر په شل اوریزه لوبلړي ماتي ورکړه.

همدارنګه شل اوریزو لوبو د لوبلړي وروسته د دوه ټیسټ لوبو لوبلړي هم لري.

چي لومړني ټیسټ لوبه يي د اپریل د میاشتي د نهه ویشتمي څخه تر د می د میاشتي دریمي نیټي پوري دوام کوي.

لومړني ټیسټ لوبي ټاس د زمبابوي لوبډلې وکټه او د توپ وهني پریکړه يي وکړه.

چي د زمبابوي لوبډلې په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ١٧٦ منډې ترلاسه کړي.

د زمبابوي لپاره په توپ وهنه کې په لومړي اننګز کې روی کایا په ٩٤ توپونو باندي يي ٤٨ منډې ترلاسه کړي.

خو د پاکستان لوبډلې لپاره په لومړي اننګز توپ اچونه کې شاهین افریدي او حسن علی څلور څلور ویکټي ترلاسه کړي.

د پاکستان لوبډلې په خپل لومړي اننګز توپ وهنه کې ښه توپ وهنه وکړه.چي د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره يي ٤٢٦ منډې ترلاسه کړي.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې فواد عالم او عمران بټ ښه توپ وهنه ترسره کړه.

فواد عالم په ٢٠٤ توپونو باندي ١٤٠ منډې او عمران بټ په ٢٣٤ توپونو باندي ٩١ منډې ترلاسه کړي.

د زمبابوي لوبډله په دوهم اننګز توپ وهنه کې په ١٣٤ منډو ټوله لوبډله وسوځیده.او لوبه تري د پاکستان لوبډلې د ١١٦ منډو او یو اننګز په شتون کې وکټله.

د پاکستان لوبډلې لپاره په دوهم اننګز کې حسن علی ښه توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي په دوهم اننګز کې پنځه ویکټي ترلاسه کړي وي.

د لومړني ټیسټ لوبي غوره لوبغاړي حسن چي علی ونومول شو.نوموړي په یاده لوبه کې نهه ویکټي ترلاسه کړي وي.

دوهم ټیسټ لوبه يي هم د زمبابوي په کوربه توب ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ