آیا حیدراباد لوبډله به د ویلمسن په لوبډلمشري خپله نني بریا به ترلاسه کړي. | خبریال

آیا حیدراباد لوبډله به د ویلمسن په لوبډلمشري خپله نني بریا به ترلاسه کړي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي لا دوام لري.

نن په یاد لیګ کې دوه لوبي ترسره کیږي.

لومړني لوبه ماسپښین مهال دوه بجي د سنرایزر حیدراباد او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ ده.

دوهمه لوبه بیا ماښام شپږ نیمي بجي د پنجاب کینګز او ډیلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د یادولو وړ ده چي د حیدراباد لوبډلي د پرلپسۍ ماتو له امله د حیدراباد لوبډله مجبوره شوه چي ډیويډ وارنر د ګفتاني ګوښه او پرځاي يي کین ویلمسن لوبډلمشر کړي.

د ډیويډ وارنر په لوبډلمشري کې د حیدراباد لوبډلي شپږ لوبي ترسره کړي چي د شپږو لوبو څخه يي یوازي یوه لوبه کټلي ده.

حیدراباد لومړني لوبه د کلکتي لوبډلې سره ترسره کړه.چي د کلکتي لوبډلې لخوا حیدراباد ته د ١٨٨ منډو هدف ورکړل شوو.

د حیدراباد لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف پوره کړي.چي ١٧٧ منډې ترسره کړي او لوبه تري د کلکتي لوبډلې د لسو منډو په توپیر وکټله.

حیدراباد لوبډلې دوهمه لوبه د بنګلور لوبډلي سره ترسره کړه.چي د بنګلور لوبډلې لخوا ورته په شل اورونو کې د ١٥٠ منډې هدف وټاکل شو.

خو حیدراباد لوبډلې يي په جواب کې یوازي ١٤٣ منډې ترسره کړي.او لوبه تري د بنګلور لوبډلې د شپږو منډو په توپیر وکټله.

دریمه لوبه حیدراباد لوبډلې د ممبیی انډیز لوبډلې سره ترسره کړه. چي په دي لوبه کې هم د ممبیی انډیز لوبډلې لخوا حیدراباد لوبډلې ته د ١٥٠ منډو هدف ورکړه.

چي حیدراباد لوبډلې يي په جواب کې يي یوازي ١٣٧ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د ممبیی انډیز لوبډلې وکټله .

څلورمه لوبه حیدراباد لوبډلې د پنجاب کینګز لوبډلې سره ترسره کړه. چي د پنجاب کینګز لوبډلې لخوا حیدراباد لوبډلې ته د کمو ١٢١ منډو هدف ورکړل شو.

چي حیدراباد لوبډلې یاد هدف د یوي ویکټي په زیان سره پوره کړه.او پنجاب لوبډلې ته يي په نهو ویکټو ماتي ورکړه.چي دا په روان لیګ کې د حیدراباد لوبډلې لومړني بریا وه.

حیدراباد لوبډلې پنځمه لوبه ډیلي لوبډلې ته په سوپر اور کې وبایلله.

شپږمه لوبه تري د چینای سوپر کینګز لوبډلې وکټله.

حیدراباد لوبډله د نمرو په جدول کې وروستي مقام لري.

نن به معلومه شي چي آیا د حیدراباد لوبډلې یاده پریکړه چي د ډیويډ وانر پر ځاي کین ویلمسن لوبډلمشر ټاکلي چي د حیدراباد لوبډلې لپاره به بریا ترلاسه کړي او کنه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ