آیا په دي لیست کې افغان لوبغاړي شتون لري. | خبریال

آیا په دي لیست کې افغان لوبغاړي شتون لري.

کریکبال وېبپاڼه / د نړي د کرکټ د فارمټونو څخه یو هم د ټیسټ لوبو فارمټ دي.

دا چي ټیسټ لوبي نسبت د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو مینوال ډیر دي.او د ټیسټ لوبو مینوال کم وي.

دلته مونږ هغه لوبغاړي درپیژنیو کوم چي په روان ٢٠٢١ کال کې د ټیسټ لوبو کې يي د نورو لوبغاړو په نسبت په توپ اچونه کې ښه ځلیدلي او ډیري ویکټي يي ترلاسه کړي.

لومړي: د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکې حسن علی دي.

حسن علی په کال ١٩٩٤ د جولای د میاشتي په څلورمه نیټه زیږدلي دي. نوموړي اوسمهال ٢٦ کاله عمر لري.

لومړني ټیسټ لوبه يي په کال ٢٠١٧ کې د می میاشتي په ١٧ نیټه د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه.

نوموړي په سږني کال ٢٠٢١ کال کې ٣٥ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دوهم: د هندوستان هیواد سلو توپ اچونکې رویندرا اشوین دي.

اشوین په ١٩٨٦ کال د سپتمبر د میاشتي په ١٧ نیټه زیږدلې دي.نوموړي اوسمهال ٣٤ کاله عمر لري.

لومړني ټیسټ لوبه يي په ٢٠١١ کال کې د نومبر د میاشتي په شپږمه نیټه د ویسټ انډیز پر وړاندي ترسره کړه.

نوموړي په روان ٢٠٢١ کال کې په ټیسټ لوبو کې يي ٣٤ ویکټي ترلاسه کړي.

دریم: جاک لیچ دي چي د انګلستان هیواد لپاره لوبه ترسره کوي.

نوموړي په ١٩٩١ کال د جون د میاشتي په دوه ویشتمه نیټه زیږدلي دي. نوموړي اوسمهال ٢٩ کاله عمر لري.

لومړني ټیسټ لوبه يي د نیوزیلنډ پر وړاندي په ٢٠١٨ کال کې د مارچ د میاشتي په ٣٠ مه نیټه ترسره کړه.

نوموړي په سږني ٢٠٢١ کال کې ٢٨ ویکټي ترلاسه کړي.

څلورم : اګسر پټیل د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دي.

نوموړي په ١٩٩٤ کال د جنوري په شلمه نیټه زیږدلي دي.

لومړني ټیسټ لوبه یي په ٢٠٢١ کال د فبروري د میاشتي په ١٣ نیټه ترسره کړه.

نوموړي په ٢٠٢١ کال کې ٢٧ ویکټي په ټیسټ لوبو کې ترلاسه کړي.

دا هغه لوبغاړي دي چي تراوسه پوري په ٢٠٢١ کال د ټیسټ لوبو کې يي د نورو لوبغاړو په نسبت ډیري ویکټې ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ