په نني ماتي سره د حیدراباد لوبډلې د مخکي تګ چانس کم شو. | خبریال

په نني ماتي سره د حیدراباد لوبډلې د مخکي تګ چانس کم شو.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ سیالیو په دوام نن د یاد لیګ اته ویشتمه لوبه ماسپښين ترسره شوه.

یاده لوبه چي د سنرایزر حیدراباد او راجستان رایلز ترمنځ ترسره شوه.

د لوبي پچه يا ټاس د حیدراباد لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه.او د توپ وهني بلنه يي د راجستان رایلز لوبډلې ته ورکړه.

راجستان رایلز لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د دري لوبغاړو په زیان ٢٢٠ منډې ترلاسه کړي.او د سنرایزر حیدراباد لوبډلې ته يي د ٢٢١ منډو هدف ورکړه.

د راجستان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې جاز بټلر ښه توپ وهنه وکړه.نوموړي په ٦٤ توپونو په مرسته ١٢٤ منډې ترلاسه کړي.

همدارنګه سینجو سمسون هم د راجستان لوبډلې ته د ٣٣ توپونو په مرسته ٤٨ منډې ترلاسه کړي.

د حیدراباد لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې راشد خان ویجای شنګر او سندیف شرما یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

راشد خان په څلورو اورونو کې د ٢٤ منډو په ورکولو سره یوه ویکټه ترلاسه کړه.

حیدراباد لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف پوره کړي.په شل اورونو کې يي د اتو لوبغاړو په زیان يي ١٦٥ منډې ترلاسه کړي.او لوبه تري د راجستان رایلز لوبډلې د ٥٥ منډو په توپیر وکټله.

د حیدراباد لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې منیش پنډي په ٢٠ توپونو باندي ٣١ منډې او جوني براسټو په په ٢١ توپونو باندي ٣٠ منډې د حیدراباد لوبډلې لپاره ترلاسه کړي. خو ونه شوي کولي چي خپله لوبډله تر بریا ورسوي.

د راجستان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې مستفیض الرحمن په څلورو اورونو کې د ٢٠ منډو په ورکولو سره څلور ویکټي ترلاسه کړي.

او ګریس موریس هم په څلورو اورونو کې د ٢٩ منډو په ورکولو سره دري ویکټي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي جاز بټلر وپیژندل شو. نوموړي د راجستان رایلز لپاره په توپ وهنه کې
په ٦٤ توپونو باندي يي ١٢٤ منډي ترلاسه کړي وي.

دا د په روان لیګ کې د حیدراباد لوبډلې شپږمه ماتي وه.چي په دي ماتي سره د حیدراباد لوبډلې د مخکي تګ چانس هم کم شوو.

د یاد لیګ په دوام نهه ویشتمه لوبه د پنجاب کینګز او ډیلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ روانه ده.چي د پنجاب لوبډله توپ وهنه توپ وهنه کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ