پوهيږئ ۲۰۲۱ اې پې ايل کې کومو لوبغاړو سليزي وهلي دي؟ | خبریال

پوهيږئ ۲۰۲۱ اې پې ايل کې کومو لوبغاړو سليزي وهلي دي؟

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د نړۍ د تجربه کارو لوبغاړو ته د خپلو تجربو او وړتياوو د ښودلو لپاره يو مهم سوداګريز ليګ دی.

د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل چې د مينوالو لپاره د نورو سوداګريزو ليګونو په پرته ډير په زړه پوري او د نړۍ په سطحه د کرکټ د نورو سوداګريزو ليګونو په پرتله ډير مينوال هم لري.

د کرکټ مينوال د احساساتي او جالبو لوبو څخه ډير خوند اخلي چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل هم د کرکټ د نړۍ يو له احساساتي او جالبو ليګونو څخه دی او د نړۍ پياوړي لوبغاړي هم پکې لوبيږي.

همدارنګه د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د شل اوريزه لوبو يو داسې ليګ دی چې چټک توپ وهوونکي په کې بريدګره توپ وهنه کوي.

د ۲۰۲۱ ز کال هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م سياليو کې تر دا مهاله يوازې ۳ لوبغاړي توانيدلي دي چې د خپلي چټکي توپ وهنې سره يې سليزه ترسره کړي ده او ۱۰۰ منډي يې ترلاسه کړي دي.

په دې ليکنه کې به ۳ هغه چټک لوبغاړي وپيژنئ چې د ۲۰۲۱ ز د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م پړاو سياليو کې يې سليزه ترسره کړي ده او په يوه لوبه کې يې  د ځان لپاره ۱۰۰ منډي ترسره کړي دي.

۱- د هندوستان سوداګريز ليګ اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو سياليو کې د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي چټک او پياوړې توپ وهوونکی دېفدت پاډېکال د ۱۰۱ منډو په ترلاسه کولو سره د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۱۴ م پړاو سياليو هغه توپ وهوونکی دی چې په يوه لوبه کې يې ۱۰۰ منډي ترسره کړي دي او سليزه يې وهلي ده.  

۲-د هندوستان سوداګريز ليګ اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو سياليو کې د راجستان رايلز لوبډلي چټک او پياوړې توپ وهوونکی سنجو سيمسن د ۱۱۹ منډو په ترلاسه کولو سره د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۱۴ م پړاو سياليو هغه توپ وهوونکی دی چې په يوه لوبه کې يې ۱۰۰ منډي ترسره کړي دي او سليزه يې وهلي ده.  

۳-د هندوستان سوداګريز ليګ اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو سياليو کې د راجستان رايلز لوبډلي چټک او پياوړې توپ وهوونکی جوز بټلر د ۱۲۴ منډو په ترلاسه کولو سره د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۱۴ م پړاو سيا ليو هغه توپ وهوونکی دی چې په يوه لوبه کې يې ۱۰۰ منډي ترسره کړي دي او سليزه يې وهلي ده.  

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ