د اې پې ايل هغه لوبغاړي چې د سليزې په ارمان سره سوځيدلي دي | خبریال

د اې پې ايل هغه لوبغاړي چې د سليزې په ارمان سره سوځيدلي دي

کريکبال وېبپاڼه- ډير کله د کرکټ په ډګر کې توپ وهوونکي د چټکې او غوره توپ وهنې سره سره بيا هم د نيمه سليزي په ترلاسه کولو کې پاتې راځي ( په ۴۹ منډو يا هم سوځول کيږي او يا هم وخت ورته نه پاتې کيږي چې خپله نيمه سليزه ترسره کړي ) 

همدارنګه توپ وهوونکي د چټکې او غوره توپ وهنې سره سره بيا هم د سليزې په ترلاسه کولو کې پاتې راځي او په ۹۹ منډو باندې يا هم سوځول کيږي او يا هم وخت او توپونه ورته نه پاتې کيږي چې خپله سليزه بشپړه کړي.

دا د کرکټ په ډګر کې د توپ وهوونکو لپاره هغه حالت دی چې د نيمه يا بشپړې سليزې ارماناو هيلې سره د ميدان څخه بهر کيږي.

په دې ليکنه کې درته د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل هغه لوبغاړي درپيژنو چې په ۹۹منډو سره ورباندې د لوبي وخت او يا هم توپونه پای ته رسيدلي وي او د سليزې په ارمان سره له ميدان څخه بهر شوي وي.

۱- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې د چينای سوپر کينګز لوبډلي لوبغاړی شورېش راینا هغه لوبغاړی دی چې په ۲۰۱۳ ز کال د سنرايزر حيدراباد لوبډلي په وړاندې لوبه کې د لوبي په جريان کې پرې اورونه او توپونه پای ته ورسيدل او په ۹۹ ناسوځيدلو منډو سره له ميدان څخه بهر شو.

۲- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې د پنجاب کينګز لوبډلي لوبغاړی ګريس ګېل هغه لوبغاړی دی چې په  ۲۰۱۹ ز کال د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي په وړاندې لوبه کې د لوبي په جريان کې پرې اورونه او توپونه پای ته ورسيدل او په ۹۹ ناسوځيدلو منډو سره له ميدان څخه بهر شو. 

۳- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې د پنجاب کينګز لوبډلي بل لوبډلي لوبغاړی هغه لوبغاړی دی چې په  ۲۰۲۱ ز کال د ډيلي کپټلز لوبډلي په وړاندې لوبه کې د لوبي په جريان کې پرې اورونه او توپونه پای ته ورسيدل او په ۹۹ ناسوځيدلو منډو سره له ميدان څخه بهر شو. 

په ۹۹ ناسوځيدلو منډو باندې د يوه لوبغاړې بهر کيدل د لوبي له ميدان څخه د يو لوبغاړې هغه حالت دی چې د سليزې په ارمان سره له ميدان څخه بهر کيږي. 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ