ډیلي لوبډلې د دولس نمرو په درلودلو سره لومړي مقام خپل کړه.
کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام نن د یاد لیګ نهه ویشتمه لوبه ترسره شوه.
یاده لوبه د پنجاب کینګز او ډیلي ګپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د لوبي ټاس يا بچه د ډیلي لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي پنجاب کینګز لوبډلې ته ورکړه.
پنجاب کینګز لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان يي ١٦٦ منډې ترلاسه کړي او د ډیلي لوبډلې ته يي په شل اورونو کې يي د ١٦٧ منډو هدف ورکړه.
د پنجاب لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ماینک اګروال ښه توپ وهنه ترسره کړه.نوموړي په د ٥٨ توپونو په مرسته يي ٩٩ ناسوځیدلي منډې د پنجاب لوبډلې لپاره ترلاسه کړي.
په توپ اچونه کې ډیلي لوبډلې لپاره کیسو راباډه په څلورو اورونو کې يي د ٣٦ منډو په ورکول سره يي دري ویکټي ترلاسه کړي.
ډیلي لوبډله وتوانیده چي یاد هدف پوره کړي.په ١٧.٤ اورونو کې د دري لوبغاړو په زیان يي ١٦٧ منډې ترلاسه کړي او پنجاب لوبډلې ته يي د اووه ویکټو په شتون کې ستره ماتي ورکړه.
د ډيلي لوبډلې لپاره په توپ وهنه شهکر دهوان په ٤٧ توپونو باندي يي ٦٩ ناسوځیدلې منډې ترلاسه کړي.
د پنجاب لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې بیا هارپریټ برار،کریس جورډن،او ریلې یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.
د لوبي غوره لوبغاړي ماینک اګروال وپیژندل شوو.چي
نوموړي د پنجاب کینګز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې په ٥٨ توپونو باندي ٩٩ ناسوځیدلې منډې ترلاسه کړي وي.
ډیلي لوبډلې د نني لوبي په کټلو سره د جدول لومړي مقام ته ځان ورسوه.
په دوهم مقام کې چینای لوبډله د لسو نمرو په درلودلو سره شتون لري.
دریم مقام کې د بنګلور لوبډله بیا هم د لسو نمرو په درلودلو سره شتون لري.
څلورم مقام د کې د ممبیی انډيز لوبډله د اتو نمرو په درلودلو سره شتون لري.
پنځم مقام کې د راجستان رایلز لوبډله د شپږ نمرو په درلودلو سره شتون لري.
شپږم مقام د پنجاب لوبډلې چي شپږ نمري لري شتون لري.
اووم مقام کې د کلکتي لوبډله د څلور نمرو په درلودلو سره شتون لري.
په وروستي مقام یعني اتم ځاي کې د حیدراباد لوبډله شتون لري.چي یوازي دوه نمري لري.
د یاد لیګ په دوام راتلونکي دیرشمه لوبه د بنګلور او کلکتي لوبډلو ترمنځ ترسره کیدونکي ده.