پوهيږئ اې پې ايل کې کوم هندي لوبغاړی ډيري نيمه سليزي (۵۰)لري؟ | خبریال

پوهيږئ اې پې ايل کې کوم هندي لوبغاړی ډيري نيمه سليزي (۵۰)لري؟

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د نړۍ د تجربه کارو لوبغاړو ته د خپلو تجربو او وړتياوو د ښودلو لپاره يو مهم سوداګريز ليګ دی.

د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل چې د مينوالو لپاره د نورو سوداګريزو ليګونو په پرته ډير په زړه پوري او د نړۍ په سطحه د کرکټ د نورو سوداګريزو 

ليګونو په پرتله ډير مينوال هم لري.

د کرکټ مينوال د احساساتي او جالبو لوبو څخه ډير خوند اخلي چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل هم د کرکټ د نړۍ يو له احساساتي او جالبو ليګونو څخه دی او د نړۍ پياوړي لوبغاړي هم پکې لوبيږي.

همدارنګه د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د هندي لوبغاړو ترمنځ هم د سيالۍ او د وړتيا معلومولو لپاره يو مهم ليګ دی ځکه د هند کرکټ بورډ هندي لوبغاړو ته د نړۍ په نورو سوداګريزو ليګونو کې د لوبيدو اجازه نه ورکوي.

دلته درته ۵ هغه هندي لوبغاړي درپيژنو چې د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې يې ډيري نيمه سليزي يا ۵۰ او له ۵۰ ډيري منډي ترلاسه کړي وي.

۱- د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او توپ وهوونکی شکر دوان چې د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د اوسمهال د ډيلي کپټلز لوبډلي سره لوبيږي په اې پې ايل کې ۴۶ نيمه سليزي لري.

۲- د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او توپ وهوونکی ويراټ کوهلي چې د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د اوسمهال د رويال چيلنجرز لوبډلي سره لوبيږي په اې پې ايل کې ۴۵ نيمه سليزي لري.

۳- د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او توپ وهوونکی روهيت شرما چې د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د اوسمهال د ممبۍ اينډينز لوبډلي سره لوبيږي په اې پې ايل کې ۴۱ نيمه سليزي لري.

۴- د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او توپ وهوونکی شورېش راينا چې د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د اوسمهال د چينای سوپر کينګز لوبډلي سره لوبيږي په اې پې ايل کې ۴۰ نيمه سليزي لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ