آیا حیدراباد لوبډله په روان آی پي ایل سیالیو کې د مخکي تګ چانس لري. | خبریال

آیا حیدراباد لوبډله په روان آی پي ایل سیالیو کې د مخکي تګ چانس لري.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام چي دیرش لوبي يي ترسره شوي.

مونږ دلته هغه لوبډلې درپیژنیو چي په روان هندوستان غوره لیګ کې يي ښه لوبي يي ترسره کړي.

د جدول په لومړي مقام کې د ډیلي کپیټلز لوبډله ده. چي ډیلي لوبډلې تراوسه پوري په یاد لیګ کې اته لوبي ترسره کړي. چي د یادو لوبو څخه يي شپږ لوبي يي کټلي او دوه لوبي بایللي دي.دولس نمري لري.

دوهم مقام کې بیا چینای سوپر کینګز لوبډله شتون لري.

چینای لوبډلې هم په روان لیګ کې تراوسه پوري اووه لوبي ترسره کړي.او د اووه لوبو څخه يي یوازي پنځه لوبي کټلي او دوه لوبي بایللي دي.چینای لوبډله لس نمری لري.

دریم مقام کې د رویال چلنجر بنګلور لوبډله شتون لري.

بنګلور لوبډلې هم په روان لیګ کې اووه لوبي ترسره کړي او د یادو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي.

څلورم مقام کې ممبیی انډیز لوبډله قرار لري.

ممبیی لوبډلې هم په روان لیګ کې اووه لوبي ترسره کړي.

چي د اووه لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او دري لوبي يي بایللي دي.ممبیی اتډیز لوبډله اته نمري لري.

پنځم مقام کې د راجستان رایلز لوبډله شتون لري.

راجستان لوبډلې هم اووه لوبي ترسره کړي او د یادو اوو لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي.راجستان لوبډله شپږ نمري لري.

په شپږم مقام کې پنجاب کینګز لوبډله شتون لري.

پنجاب کینګز لوبډلې اته لوبي ترسره کړي.او د اتو لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او پنځه لوبي بایللي دي.پنجاب کینګز لوبډله شپږ نمري لري.

اووم مقام بیا د کلکتي نایټ رایډرز لوبډلې سره ده.

کلکتي لوبډلې اووه لوبي ترسره کړي او د اووه لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي.کلکته لوبډله څلور نمري لري.

په وروستي مقام یعني اتم ځای کې بیا د سنرایزر حیدراباد لوبډله شتون لري.

سنرایزر حیدراباد لوبډلې تراوسه پوري په یاد لیګ کې اووه لوبي ترسره کړي چي یوازي یوه لوبه يي کټلي ده.او دوه نمري لري.

حیدراباد د پرلپسي ماتو له امله لوبډلمشر ډیويډ وارنر پر ځاي کین ویلمسن وټاکه.

خو د ویلمسن په لوبډلمشري سره حیدراباد بیا هم ونه شوو کولي چي د ماتو لړي ودره وي.

حیدراباد لوبډلې خپله وروستي ماتي د راجستان رایلز لوبډلې څخه وخوړه.چي په یادي ماتي سره يي په روان لیګ کې د مخکي تګ چانس کم شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ