سریلانکا لوبډلي په دوهمه ټیسټ لوبه کې بنګله دیش لوبډلې ته ستره ماتي ورکړه. | خبریال

سریلانکا لوبډلي په دوهمه ټیسټ لوبه کې بنګله دیش لوبډلې ته ستره ماتي ورکړه.

کریکبال وېبپاڼه / د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي سفر سریلانکا ته.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې سفر بنګله دیش ته چي دوه ټیسټ لوبي ترسره کړي.

لومړني ټیسټ لوبه يي مساوي شوي وه.او دوهمه ټیسټ لوبه تري د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې وکټله.

د دوهمي ټیسټ لوبي بچه یا ټاس د سریلانکا لوبډلې و کټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه.او د توپ اچوني پریکړه يي د بنګله دیش لوبډلې ته ورکړه.

سریلانکا لوبډلې په خپل لومړي اننګز توپ وهنه کې ٤٩٣ منډې ترلاسه کړي.

د سریلانکا لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې لاهریو په ٢٩٨ توپونو باندي يي ١٤٠ منډې ترلاسه کړي.او ډیمیت هم د ١٩٠ توپونو په مرسته ١١٨ منډې ترلاسه کړي.

د بنګله دیش لپاره په لومړي اننګز توپ اچونه کې تسکین احمد ښه توپ اچونه ترسره کړه.
نوموړي په ٣٤.٢ اورونو کې يي د ١٢٧ منډو په ورکولو سره څلور ویکټي ترلاسه کړي.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې په لومړي اننګز توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ٢٥١ منډې ترلاسه کړي.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تمیم اقبال او مومونول الخق ښه توپ وهنه ترسره کړه.

تمیم اقبال په ١٥٠ توپونو باندي يي ٩٢ منډې او مومونول الخق بیا په ١٠٤ توپونو باندي يي ٤٩ منډې ترلاسه کړي.

د سریلانکا لپاره په لومړي اننګز توپ اچونه کې فراوین ښه توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي په په ٣٢ اورونو کې د ٩٢ منډو په ورکولو سره شپږ ویکټي ترلاسه کړي.

خو د سریلانکا لوبډلې بیا په دوهم توپ وهني اننګز کې ١٩٤ منډې ترلاسه کړي.

چي په دوهم اننګز توپ وهنه کې د سریلانکا لپاره ډیمیت ٦٦ منډې ترلاسه کړي.

د بنګله دیش لپاره په توپ اچونه کې تاجیل اسلام ښه توپ اچونه ترسره کړه.چي پنځه ویکټي يي ترلاسه کړي.

د بنګله دیش لوبډلې په خپل دوهم اننګز توپ وهنه کې یوازي ٢٢٧ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د سریلانکا لوبډلې د ٢٠٩ منډو په توپیر وکټله.

د لوبي غوره لوبغاړي ډیمیت وټاکل شو.

او د سریز غوره لوبغاړي بیا فراوین وټاکل شوو.چي نوموړي نوموړي په یو اننګز کې شپږ ویکټي او په دوهم اننګز يی پنځه ویکټي ترلاسه کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ