د کلکتي او بنګلور لوبډلو ترمنځ نني لوبه وځنډیده. | خبریال

د کلکتي او بنګلور لوبډلو ترمنځ نني لوبه وځنډیده.

کریبکال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ د سیالیو په دوام نن ماښام د یاد لیګ دیرشمه لوبه ترسره کیده.

یاده لوبه د کلکتي نایټ رایډرز او رویال چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کیده.

خو اوس د کلکتي لوبډلې دوه لوبغاړي وارن چکر ورتي او سندیف وریرز په کرونا ویروس اخته شوي.

چي د کرونا ویروس له امله یاده لوبه بلي ورځ ته وځنډیده.

همدارنګه د کلکتي نایټ رایډرز او رویال چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ ٢٧ لوبي ترسره شوي.

چي د یادو اووه ویشت لوبو څخه څوارلس لوبي د بنګلور لوبډلې او دیارلس لوبي د کلکتي لوبډلې کټلي دي.

په روان لیګ کې د بنګلور لپاره په توپ وهنه کلین ماکسویل او ابي ډیویلیرز ښه توپ وهنه ترسره کړه.

کلین ماکسویل د بنګلور لپاره په اووه لوبو کې يي ٢٢٣ منډې ترلاسه کړي.چي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٣٧.١٦ منډې جوړي کړي دي. او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٧٨ دي.

همدارنګه ابي ډیویلیرز هم د بنګلور لپاره په روانو لوبو کې يي په اووه لوبو کې ٢٠٧ منډې ترلاسه کړي.چي په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٧٦ ناسوځیدلې منډې دي.

د کلکتي لوبډلې لپاره په سږني آی پي ایل سیالیو کې نیتش رانا ښه لوبه ترسره کړي ده.

نیتش رانا د کلکتي لپاره په اووه لوبو کې يي ٢٠١ منډې ترلاسه کړي.چي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٢٨.٧١ منډې ترلاسه کړي دي.او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٨٠ دي.

بنګلور لوبډلې په روان لیګ کې تراوسه پوري اووه لوبي ترسره کړي او د یادو اووه لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او د لس نمرو په درلودلو سره د جدول په دریم ځاي کې قرار لري.

همدارنګه د کلکتي لوبډلې هم اووه لوبي ترسره کړي چي یوازي دوه لوبي يي کټلي او د جدول په اووم مقام کې شتون لري.

همدارنګه یوشمیر مهمو لوبغاړو مخکي ده دي نه چي کرونا ویروس زیات شي د هندوستان د غوره لیګ د پریښودو پریکړه يي کړي ده.

باید یاده شي چي د بنګلور او کلکتي لوبډلو ترمنځ لوبه چي د کرونا له امله ځنډیدلي ده.بله ورځ به ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ