د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي الراونډر لوبغاړي تیسار پریرا د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. | خبریال

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي الراونډر لوبغاړي تیسار پریرا د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

: کریکبال وېبپاڼه /
تیسار پریرا د سریلانکا هیواد یو افسانوي لوبغاړي وه.نوموړي په اوس وخت کې د خپلي لوبډلې لپاره ډیري ښي لوبي ترسره کولي.نوموړي ته اوس وخت کې پکار نه وه چي دنړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړي.ځکه چي تیسار پریرا اوس هم کولي شوو چي د سریلانکا هیواد د کرکټ لپاره ښي لوبي ترسره کړي.

تېسار پرېرا چې د سریلانکا په لوبغاړو کې یوه نه هېرېدونکې څېره ده، د دوشنبې په ورځ د مې په درېیمه نېټه یې له نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړه.
نوموړي روان کال کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ کې ګډون کړی و.

د تېسارا پرېرا خپل یو لیک « هغي خپل کرکټ بورډ ته په یوه لیک کې لیکلي، چې دا یې وخت دی، چې د ۳۲ کلونو په عمر خپله استعفا وړاندې کړم، ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړم او د خپل راتلونکي ژوند او کورنۍ په فکر کې شم».
پرېرا په ۲۰۰۹ کې ملي لوبډله کې شامل شو، د هېواد لپاره یې ۱۱ کاله کرکټ وکړ، په دې وخت کې یې ۱۶۶ یو ورځنۍ لوبې وکړې، چې ۲۳۳۸ منډې یې پکې جوړې کړې او ۱۷۵ وېکټې یې ترلاسه کړې.
په ۸۴ شل اوریزو لوبو کې هم لوبېدلی، چې ۱۲۰۴ منډې یې کړي او ۵۱ وېکټې یې هم ترلاسه کړي دي.
هغه په ۲۰۱۲ کې د سریلانکا لپاره ۶ ټېسټ لوبې هم کړي دي.

په ۲۰۱۱ نړیوال پنځوس اوریز جام کې او په ۲۰۱۴ نړیوال شل اوریز جام کې نوموړي د هندوستان خلاف بریالۍ لوبه کړې وه او په ۲۰۱۴ پایلوبه کې یې سختې توپوهنې هندوستان مات کړ او اتلولي سریلانکا ترلاسه کړه.

په ۲۰۱۷ کې یې په شل اوریزو او پنځوسو اوریزو لوبو کې د سریلانکا لوبډلمشر شو، په ۲۰۱۹ کې یې د لوبډلمشر په توګه د یو ورځنیو لوبو کې يي خپله لومړۍ سلیزه ثبت کړه.
د نیوزیلېنډ پر وړاندې یې په ۷۴ توپونو ۱۴۰ منډې وکړې، چې ۱۳ شپږیزې یې وهلې وې.
نوموړي په روان کال کې په یوه کورنۍ لوبه کې په یوه بالر په یو اوور کې شپږ شپږیزې ووهلې.
په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې یې هیټریکونه هم کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ