د نړۍ ستر سوداګريز ليګ د بنديدو له ګواښ سره مخ دی | خبریال

د نړۍ ستر سوداګريز ليګ د بنديدو له ګواښ سره مخ دی

کريکبال وېبپاڼه- د نړۍ ستر سوداګريز ليګ ( د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل ) په هندوستان کې د کرونا وبا د دريېمې خونړۍ څپې د مثبتو پيښو د زياتيدو له کبله د بنديدو له ګواښ سره مخ دی.

د هندوستان د سوداګريز ليګ چارواکي بيا هم وايې چې د اې پې ايل د نه بنديدو او په لوبغاړو کې د کرونا وبا د خپريدو د مخنيوي لپاره هڅي کوي.

د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې تر دا مهال ۲۹ لوبي ترسره شوي او ۳۰مه لوبه چې تمعه وه د رويال چيلنجرز بنګلور او کلکتې لوبډلو ترمنځ ترسره شي په ځينو لوبغاړو کې د کرونا وبا د نښو په څرګنديدو سره او د کرونا وبا د خپريدو د ويري له کبله وځنډول شوه.

په هندوستان کې د کرونا وبا د خونړۍ څپې له امله د هندوستان ستر سوداګريز ليګ اې پې ايل د بنديدو له ګواښ سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په هندوستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه په چټکۍ سره روانه ده چې هندوستان کې ورځ تر بلې د نړۍ په سطحه د ريکارډ په کچه د کووېډ-۱۹ ويروس مثبتې پيښې ثبت کيږي.

که څه هم هره ورځ په هندوستان کې تقريبا ۳ ميليون تنو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق کيږي خو له دې سره سره هم هندوستان د کرونا خونړۍ څپې لاندې دی.

هندوستان کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د مثبتو پيښو د زياتوالي يو اصلي لامل هم په هغه هيواد کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د پيل سره د هند ولس د بيغورۍ او د کرونا ويروس لپاره د ورکړل شويو محدوديتونو د نه مراعت کول دي.

کرونا وبا نه يوازې د ژوند په نورو چارو بلکې په کرکټ يې هم ډيره بده اغيز کړي ده.

پوهيږئ د ۲۰۲۱ز کال اې پې ايل سياليو کې لوبيدونکو لوبډلو څومره لوبي کړي او څومره يې ګټلي يا بايللي دي؟.

د هندوستان سوداګريز ليګ کې د ډيلي کپټلز لوبډلي ۸ لوبي کړي چې ۶ يې ګټلي او ۲ يې بايللي دي.

د هندوستان سوداګريز ليګ کې د چينای سوپر کينګز لوبډلي ۷ لوبي کړي چې ۵ يې ګټلي او ۲ يې بايللي دي.

د هندوستان سوداګريز ليګ کې د رويال چيلنجرز بنګبور لوبډلي ۷ لوبي کړي چې ۵ ګټلي او ۲ يې بايللي دي.

د هندوستان سوداګريز ليګ کې د ممبۍ اينډينز لوبډلي ۷ لوبي کړي چې ۴ يې ګټلي او ۳ يې بايللي دي.

د هندوستان سوداګريز ليګ کې د راجستان رايلز لوبډلي ۷ لوبي کړي چې ۳ يې ګټلي او ۴ يې بايللي دي.

د هندوستان سوداګريز ليګ کې د پنجاب کينګز لوبډلي ۸ لوبي کړي چې ۳ يې ګټلي او ۵ يې بايللي دي.

د هندوستان سوداګريز ليګ کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلي ۷ لوبي کړي چې ۲ يې ګټلي او ۵ يې بايللي دي.

د هندوستان سوداګريز ليګ کې سنرايزر حيدراباد لوبډلي ۷ لوبي کړي چې ۱ يې ګټلي او ۶ يې بايللي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ