نیويزیلنډ په جادو او منتر سره پرمختګ کړی | خبریال

نیويزیلنډ په جادو او منتر سره پرمختګ کړی

کریکبال ویب پاڼه/ د ای سي سي له لوري د ۲۰ اوریزه سیالیو په نوې درجه بندي کې د انګلینډ پر ځای نويزیلنډ غوره کړی او نیويزیلنډ د انګستان ځای نیولی او په لومړي مقام کې راغلی

په دې لیست کې تر دې وړاندې انګلینډ په لومړي مقام کې وو، خو اوس يې دا مقام له لاسه ورکړی او په څلورم مقام کې راغلی دی په ورته وخت نیوزیلنډ وړاندې په پنځم مقام خو اوس يې يې ځان تر ټولو لوړ کړی.

د نیوزیلنډ هېواد په هکله وروسته له هغه دا پریکړده کیږی چې له تیر ۲۰۱۷ زیږدیز کال را په دې خوا د ښو کارکردګیو له امله چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال نړیوال جام هم پکښي شامل دی ښې لوبې کړې او د دې لوبو ۵۰ سلنه تاثیر لرلای سي.

په تیر ۲۰۲۰ کال کې چې کله نیوزیلنډ له بنلګدیش سره درې ش اوریزه لوبې ولوبولې او ټولې يې وګټلې اوس د دوی د پاینټونو مجموعه تقریبا ۱۲۱ ته رسیږي چې په ورته وخت اسټرلیا د ۱۱۸ نمرو په درلودلو سره دویم مقام کې راځي ورپسې هندستان چې پوینټونو ته په کتلو سره تر انګلینډ مخې دریم مقام لري.

انګلینډ وروسته له هغه د دې ناکامۍ او وروسته پاتي والي خوند څکي چې له تیرو ۱۲ میاستو راپه دې خوا يې خوندورې لوبې ونکړي دوی له سریلانکا او هند ستان سره سریزونه وبایلل او همدارنګه يې ایرلینډ سره هم ښې لوبې ونکړي او یوه پنځوس اوریزه لوبه يې ورته وبایلله.

ویسټنډیز په دې لیست کې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره نهم ځای خپل کړی.

که څه هم ډیر څه بدل را بدل سوي خو افغانستان په دې لیست کې پر خپل ځای باندې پاتي دی

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ