د ډيلي کپټلز لوبډلي لوبغاړو ته د قرنطين امر شوی | خبریال

د ډيلي کپټلز لوبډلي لوبغاړو ته د قرنطين امر شوی

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د ډيلي کپټلز لوبډلي لوبغاړو ته د هندوستان کرکټ بورډ لخوا د قرنطين امر شوی دی.

دا ځکه چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ځينو لوبډلو لوبغاړو کې د کرونا وبا نښې څرګندي شوي دي

د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د هغه لوبغاړو له منځه چې د کرونا وبا نښې په کې څرګندي شوي دي يو يې هم د ډيلي کپټلز لوبډلي لوبغاړي دي چې اوس مهال د ډيلي کپټلز لوبډلي ته د هندوستان کرکټ بورډ لخوا د قرنطين امر شوی دی.

د هند کرکټ بورډ وايې، دا ګام يې په لوبغاړو کې د کرونا ويروس د مخنيوي او خپريدو لپاره پورته کړی دی.

د ډيلي کپټلز لوبډله د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې اپې ايل د ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو سياليو يو له مهمو او پياوړو لوبډلو څخه ده.

د ډيلي کپټلز لوبډلي د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو سياليو کې ۸ لوبي کړي دي چې په ۸ لوبو کښ يې ۶ لوبي ګټلي دي او ۲ لوبي يې بايللي دي.

د ډيلي کپټلز لوبډله د ۸ لوبو په ګټلو سره د ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو سياليو کې د جدول سر کې لومړی مقام لري.

 په هندوستان کې د کرونا وبا د خونړۍ څپې له امله د هندوستان ستر سوداګريز ليګ اې پې ايل د بنديدو له ګواښ سره مخ دی

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په هندوستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه په چټکۍ سره روانه ده چې هندوستان کې ورځ تر بلې د نړۍ په سطحه د ريکارډ په کچه د کووېډ-۱۹ ويروس مثبتې پيښې ثبت کيږي .

او اوس مهال د نړۍ ستر سوداګريز ليګ ( د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل ) هم ورسره د بنديدو له ګواښ سره مخ دی. 

که څه هم هره ورځ په هندوستان کې تقريبا ۳ ميليون تنو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق کيږي خو له دې سره سره هم هندوستان د کرونا خونړۍ څپې لاندې دی.

هندوستان کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د مثبتو پيښو د زياتوالي يو اصلي لامل هم په هغه هيواد کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د پيل سره د هند ولس د بيغورۍ او د کرونا ويروس لپاره د ورکړل شويو محدوديتونو د نه مراعت کول دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ