د یو ورځینو لوبو نوې درجه بندي کې افغان لوبغاړي هم سته | خبریال

د یو ورځینو لوبو نوې درجه بندي کې افغان لوبغاړي هم سته

کریکبال وېبپاڼه / د کرکټ د نړیوالي شورا یا آی سی سی لخوا نړیواله درجه بندي؛ افغان لوبډلې ته د پرمختګ لپاره درې نمرې ورکړل شوې

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي لخوا تازه په یو ورځنیو لوبو کې د کرکټ نړیواله درجه بندي خپره کړه، چي پکې انګلستان له لومړي ځای څخه څلورم ځای ته کښته شوی ده او لومړی ځای بیا نیوزیلینډ لوبډلې خپل کړی.

نیوزیلینډ مخکې په درېیم مقام کې شتون درلود، خو اوس تازه لومړي ځای ته پور ته شوي ده.

هندۍ لوبډله بیا مخکې په دویم ځای کې وه، خو اوس د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یو ورځنیو لوبو په درجه بندي کي درېیم مقام لري.

خو افغان کرکټ لوبډله بیا په دې درجه بندۍ کې پر خپل پخواني یعني لسم ځای شتون لري، خو د پرمختګ لپاره ورته بیا درې نمرې ورکړل شوي دي
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په یو ورځنیو لوبو کې تازه اعلان شوې درجه بندي

۱ـ نیوزیلینډ: مخکي ۱۱۸ نمرې درلودي، خو اوس ۱۲۱ نمرې لري، مخکې درېیم مقام ، خو اوس لومړی ځای لري.

۲ـ اسټرالیا: مخکي ۱۱۱ نمرې درلودي، اوس ۱۱۸ نمرې لري ، مخکې يي په څلورم ځای کې شتون درولوده ، خو اوس دویم ځای لري.

۳ـ هندوستان: پخوا ۱۱۹ نمرې، اوس ۱۱۵ نمرې، مخکې دویم ځای، خو اوس درېیم ځای لري.

۴ـ انګلستان: مخکي ۱۲۱ نمرې، اوس ۱۱۵ نمرې، مخکې لومړی ځای، خو اوس څلورم ځای لري.

۵ـ سویلي افریقا: مخکي ۱۰۶ نمرې، اوس ۱۰۷ نمرې، مخکې پنځم ځای، اوس هم پنځم ځای لري.

۶: پاکستان؛ پخوا ۱۰۲ نمرې، اوس ۹۷ نمرې، مخکې شپږم ځای، اوس هم شپږم ځای لري.

۷: بنګله دېش؛ پخوا ۸۹ نمرې، اوس ۹۰ نمرې، مخکې اووم ځای، اوس هم اووم ځای لري.

۸: ویسټ انډیز؛ پخوا ۷۸ نمرې، اوس ۸۲ نمرې، مخکې نهم ځای، خو اوس اتم ځای لري.

۹:سریلانکا؛ پخوا ۸۰ نمرې، اوس ۷۹ نمرې، مخکې اتم ځای، خو اوس نهم ځای لري.

۱۰: افغانستان؛ مخکي ۵۹ نمرې درلودي ، خو اوس یی ۶۲ نمرې لري ، مخکې يي په لسم ځای کې قرار درلوده ، خو اوس هم لسم ځای لري.یوازي د پر مختګ لپاره يي دري نمري ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ