د هندوستان کرکټ غوره لیګ تر نا مالومي مودي پوري وځنډول شو. | خبریال

د هندوستان کرکټ غوره لیګ تر نا مالومي مودي پوري وځنډول شو.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان کرکټ غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي د کرونا ویروس له امله تر نا مالومي مودي پوري و ځنډيده.

وروسته له هغي چي پرون ورځ د کلکتي نایټ رایډرز لوبډلې د څلورو لوبغاړو د کرونا ویروس نتیجه مثبته وه.نو د بنګلور سره يي لوبه يي بل تاریخ ته وځنډیده.

همدارنګه په همدي ورځ د چینای سوپر کینګز د ځینو لوبغاړو او اداري هیهت غړو د کرونا ویروس د اخته کیدو خبر ورکړي وه. چي بیا د هندوستان کرکټ کنټرول اداره مجبوره شوه.چي یوه پریکړه وکړي.

همدارنګه د کرونا ویروس له امله نن د سنرایزر حیدراباد او ممبیی انډیز لوبډلو ترمنځ لوبه هم لغوه شوه.

د هندوستان کرکټ بورډ خبر ورکړه.چي تر نا مالومي نيټي به د هندوستان غوره لیګ د کرونا ویروس له امله وځنډول شي. چي پاتي لوبي به يي وروسته ترسره شي.

همدارنګه د قرنطین په موده کې به د ټولو لوبډلو لوبغاړي قرنطین شي.او د قرنطین نه وروسته به یو ځل بیا د یاد لیګ پاتي لوبي ترسره شي.

تراوسه پوري د هندوستان غوره لیګ کې ٣٠ لوبي ترسره شوي.

شاید د هندوستان غوره لیګ پاتي لوبي د مي میاشتي په دیرشمه نیټه پیل شي.

په اوس وخت کې په هندوستان هیواد کې د کرونا ویروس تر بل هر وخت په نسبت په چټکي خپریږي،او هره ورځ پري لکونه انسانان اخته کیږي. او په زرهاو نور د کرونا ویروس له امله مري.

باید ياده شي چي د هندوستان غوره لیګ کې د حیدراباد لوبډلې په نماینده کې دري افغان لوبغاړي هم لوبیږي،

افغان لوبغاړو ته پکار ده چي د کرونا په ویروس د اخته کیدو څخه مخکي خپل هیواد ته راشي.ځکه چي په اوس وخت کې د هندوستان په هیواد کې د کرونا ویروس مخ په زیاتیدو دي.

همدارنګه یو شمیر لوبغاړو مخکې د دینه هم د یاد لیګ پاتي لوبي د کرونا ویروس له امله پریښي وي.

چي د هغو لوبغاړو څخه یو د هندوستان تکړه الرونډر لویغاړي اشوین وه.نوموړي یاد لیګ د کرونا ویروس له امله پریښي وه.او خپل کورته ستون شوي وه.

اوس د کرونا ویروس له زیاتیدو سره یاد لیګ هم بلا اخره تر نا مالومي مودي پوري وځنډول شوو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ