د پاکستان سوداګريز ليګ پاتې سيالۍ به په دوبۍ کې ترسره شي. | خبریال

د پاکستان سوداګريز ليګ پاتې سيالۍ به په دوبۍ کې ترسره شي.

کريکبال وېب پاڼه- د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل د چارواکو د پاکستان کرکټ بورډ غوښتنه کړي چې د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل د ۲۰۲۱ ز کال پاتې سيالۍ دې د متحده عربي اماراتو ( دوبۍ ) په لوبغالو کې ترسره کړي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل د ۲۰۲۱ ز پړاو سياليو کې ۱۱ لوبي ترسره شوي وي خو، په پاکستان کې د کرونا وبا د زياتوالي او د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل کې د لوبيدونکو لوبغاړو له ډلي يې په ځينو لوبغاړو کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ثبت شوي وي.

نو، له همدې کبله د پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان د سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل پاتې سيالۍ د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په خاطر تر نا معلومي نيټې وځنډولي.

د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل د ۲۰۲۱ ز کال سيالۍ د پاکستان د کراچۍ ښار د پاکستان په کورني کرکټ لوبغالي کې پيل شوي.

د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل چارواکي وايې چې د پاکستان کرکټ بورډ څخه غوښتنه کوو چې د ۲۰۲۱ ز کال هغه سيالۍ چې د کرونا ويروس له کبله ځنډول شوي وي او پاتې سيالۍ دې د ترسره کيدو لپاره د کراچۍ څخه د دوبۍ کرکټ لوبغالو ته وليږدول شي.

د پاکستان سوداګريز ليګ ۲۰۲۱ ز کال کې ۱۱ لوبي ترسره شوي موږ تاسې ته هغه لوبډلي درپيژنو چې د ۲۰۲۱ ز کال پې ايس سيالۍ کې يې څومره لوبي لوبولي او څومره يې ګټلي يا بايللي دي.

د ۲۰۲۱ ز کال پې ايس ايل سياليو کې د کراچي کينګز لوبډلي ۵ لوبي لوبولي چې ۳ يې ګټلي او ۲ يې بايللي دي.

د ۲۰۲۱ ز کال پې ايس ايل سياليو کې د پيښور زلمو لوبډلي ۵ لوبي لوبولي چې ۳ يې ګټلي او ۲ يې بايللي دي.

د ۲۰۲۱ ز کال پې ايس ايل سياليو کې د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلي ۴ لوبي لوبولي چې ۳ يې ګټلي او ۱ يې بايللې  ده.

د ۲۰۲۱ ز کال پې ايس ايل سياليو کې د لاهور قلندرز لوبډلي ۴ لوبي لوبولي چې ۳ يې ګټلي او ۱ يې بايللې ده.

د ۲۰۲۱ ز کال پې ايس ايل سياليو کې د مولتان سلطان لوبډلي لوبي ۵ لوبولي چې ۱ يې ګټلي او ۴ يې بايللي دي.

د ۲۰۲۱ ز کال پې ايس ايل سياليو کې ګويټه ګليډيټرز لوبډلي ۵ لوبي لوبولي چې ۱ يې ګټلي او ۴ يې بايللي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ