ډیل سټین د ډیويډ وارنر په هکله نوي څرکندوني کړي. | خبریال

ډیل سټین د ډیويډ وارنر په هکله نوي څرکندوني کړي.

کریکبال وېبپاڼه /ډیل سټین: د ډیويډ وارنر په هکله ویلي، چې لوبډلمشر
هم د انتخاب حق لري.

د سویلي افریقا چټک توپ اچوونکي ډیل سټین، چې د حیدراباد لوبډلې لپاره له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې ۳۷ لوبې کړي، وایي چې ډیوېډ وانر هم د انتخاب حق لري.

نوموړي دا خبرې وروسته له هغې کړي، کله چې د مې په دویمه نېټه د راجستان پر وړاندې لوبه کې وارنر ته ځای نه و ورکړل شوی او لوبډلمشري هم د نیوزیلېنډ کېن ویلیمسن ته ورکړل شوې وه.

وارنر احساس کاوه، چې ښایي یوولس کسیز سکواډ کې یې واخلي او د یو عادي لوبغاړي په توګه به ولوبېږي؛ خو د لوبډلې د روزونکو لخوا ورته وخت نه و ورکړل شوی او لوبډله کې یې نه و اخیستی.

د ډیل سټین څرګندونې « لوبډله باید داسې ونه کړي، چې یو پخوانی لوبډلمشر د پانډي لپاره یواځې واټرمېني وکړي یا اوبه او خولۍ یا بېټ ور وځغلوي».
د اپرېل میاشت کې کله چې حیدراباد لوبې وبایللې؛ نو دا چاره د وارنر لپاره یو بد خبر و.

د سټین په وېنا « زه نه پوهېږم چې ډېوېډ وارنر د یو لوبغاړي په توګه دا پوښتنه نشي کولای چې څوک لوبډله کې شامل او څوک باید لېرې شي، د سټین په خبره کله چې منېش پانډی د راجستان پر وړاندې اوپننګ ته راته ما واورېدل، چې هغه نه غوښتل اوپننګ ته راشي، دا داسې یو منجمېنټ په ګوته کوي، چې د منلو وړ نه دی»

هغه زیاته کړې، چې د لوبډلې یو لوبډلمشر کولای شي، چې د لوبډلې له مالکانو سره د لوبغاړو په انتخاب کې مرسته وکړي او دا واضح کړي، چې باید کوم لوبغاړی لومړی توپوهنې ته ولاړ شي، کوم باید په سکواډ کې شامل شي او کوم باید لېرې شي.

د یکشنبې په ورځ د آی‌پي‌اېل په ۲۸ مه لوبه کې وارنر نه و شامل.
هغه منېش پانډی ته د بېټ ور وړلو وروسته سخته پرېښانه و او د لوبې له بایللو وروسته یې سخت وژړل.

هغه ځېنو لوبغاړو ته له زیات خفګان څخه غاړه هم ور نه کړه او دې چارې د وارنر مینوال هم خفه کړل.

همدارنګه ورانر دا مهال د کمي احساس کړی دی او په لوبډله کې یې د نه لوبولو سربېره په هغه میدان ته اوبه، لاس پاکونه او بېټونه یوړل.

سنرایزر حیدراباد لوبډله د سه شنبې په ورځ ممبيي سره لوبه درلوده چي نن دا لوبه هم د کرونا ویروس له امله وځنډول شوه.

خو د دوشنبې په ورځ د کلکتې او بنګلور لوبه د وارو چکروتي او سندیپ ورېئرز په کرونا اخته کېدو له امله و ځنډول شوې ده.
همدارنکه په یو بل خبر کې راغلي چې د چینای لوبډلې درې غړي اجرایوي مشر، د دې لوبډلې د بس موټر یو کلېنډر او د توپ اچونې روزونکی بالاجي په کرونا اخته شوي دي.

چي ده همدي له امله د چینای او راجستان لوبه هم وځنډول شوه.

خو اوس په یوه تازه پریکړه کې د هندوستان غوره لیګ تر نا مالومي نیټي پوري وځنډيده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ