کيدای شي د اې پې ايل پاتې سيالۍ د هند څخه بهر ترسره شي | خبریال

کيدای شي د اې پې ايل پاتې سيالۍ د هند څخه بهر ترسره شي

خبریال وېبپاڼه- د هندوستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې غواړې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل پاتې سيالۍ په دوبۍ کې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سيالۍ نن ورځ د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر تر نا معلومي نيټې وځنډول شوي.

د هند کرکټ بورډ وايې، په دې لټه کې يو ترڅو د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل پاتې سيالۍ ژر تر ژر د هندوستان څخه بهر په کوم بل داسې هيواد کې ترسره کړي ترڅو هلته د کرونا ويروس ويره نه وي.

د هندوستان کرکټ بورډ وايې، د هندوستان د سوداګريز ليګ يا اې پې ايل ځنډول هم د هندوستان د کرکټ بورډ په تاوان دی او هم په اې پې ايل کې د لوبډلو د ماليکانو او لوبغاړو په تاوان دی.

د هند کرکټ بورډ چارواکي وايې، له همدې کبله ژر لاس په کار شوي دي او په دې اړه يې د متحده عربي اماراتو ( دوبۍ ) چارواکو سره خبري هم کړي دي ترڅو د اې پې ايل پاتې سيالۍ دوبۍ ته وليږدوي.

څه وخت مخکې د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل چارواکو هم د پاکستان کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړي ده چې د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل د ۲۰۲۱ ز کال پاتې سيالۍ دې د متحده عربي اماراتو ( دوبۍ ) په لوبغالو کې ترسره کړي.

کرونا وبا نه يوازې د ژوند په نورو چارو بلکې په کرکټ يې هم ډيره بده اغيز کړي ده.

دا په داسې حال ده چې په دې وروستيو کې په هندوستان او پاکستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه په چټکۍ سره روانه ده چې هندوستان کې ورځ تر بلې د نړۍ په سطحه د ريکارډ په کچه د کووېډ-۱۹ ويروس مثبتې پيښې ثبت کيږي.

که څه هم هره ورځ په هندوستان کې تقريبا ۳ ميليون تنو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق کيږي خو له دې سره سره هم هندوستان د کرونا خونړۍ څپې لاندې دی.

هندوستان کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د مثبتو پيښو د زياتوالي يو اصلي لامل هم په هغه هيواد کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د پيل سره د هند ولس د بيغورۍ او د کرونا ويروس لپاره د ورکړل شويو محدو ديتونو د نه مراعت کول دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ