د آی پي ایل پاتي لوبي به کله ترسره کیږي. | خبریال

د آی پي ایل پاتي لوبي به کله ترسره کیږي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان دکرکټ د کنټرول اداري ویلي.چي کیداشي د آی پي ایل د بیا پیل لپاره دروازه د روان کال د سپتمبر میاشت کې پرانستیل شي.

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل چي د کرونا ویروس له امله تر نا مالومي مودي پوري ځنډیدلي.

همدارنګه د سه شنبي په ورځ د آی پي ایل مسولینو وویل چي د حیدراباد او ممبیی انډیز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کیږي.خو بیا يي دولس بجي يي وویل چي دا لوبه او د یاد لیګ پاتي تر نا مالومي نیټي پوري وځنډول شوي.

خو تازه اوس د هند کرکټ بورډ ویلي،چي کیداشي پنځه میاشتي وروسته د آی پی ایل پاتي لوبو لپاره دروازه پرانستیل شي.

که چیري په هندوستان هیواد کې بیا هم پنځه میاشتي وروسته د کرونا ویروس ډیر وي.نو دا لوبي بیا ښایي د هند پر ځاي بل کوم هیواد کې ترسره شي.

که چیري د آی پي ایل لوبي پنځه میاشتي وروسته ترسره کیږي.نو بیا د نړیوال جام او له هغي مخکي د هند او انګلستان ترمنځ د لوبلړیو له امله د لوبغاړو له کمښت سره مخ شي.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره د اګست د میاشتې په څلورمه نیټه د انګلستان په کوربه توب د پنځو ټیسټ لوبو لوبلړي پیلوي.ا یادي لوبي به د سپتمبر د میاشتي تر لسمي نيټي پوري دوام وکړي.

همدارنګه په همدي وخت او دوره کې نیوزیلنډ،انګلستان ته سفر لري او د پاکستان کرکټ ملي لوبډله هم د انګلستان سره لوبي لري.

او په هندوستان غوره لیګ کې د نیوزیلنډ انګلستان او هندوستان هیواد زیات شمیر لوبغاړي لوبیږي.او که یاد هیوادونه خپلي لوبي ولري.نو بیا به د آی پي ایل څخه ستنیږي او خپلي لوبي به ترسره کوي.

نو په دي وخت کې به د لوبډلو مالکان د لوبغاړو د کمښت سره مخ شي. نو د لوبډلو مالکان مجبوره دي چي د پاتي لوبو لپاره نوي لوبغاړي وپیري.

همدارنګه نړیوال شل اوریز جام هم د اکتوبر په میاشت کې په هندوستان کې ترسره کیږي.

که څه هم هندوستان د نړیوال جام اصلي کوربه توب لري.خو د کرونا ویروس د زیاتوالي په صورت کې به یاد نړیوال جام په د هندوستان پر ځاي په اماراتو کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ