د هندوستان غوره لیګ هغه لوبغاړي چي اوږدي شپږیزي يي وهلي.
کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي څوارلسم پړاو يي په هندوستان کې د اتو لوبډلو ترمنځ روان وه. خو د کرونا ویروس له امله وځنډیده.
مونږ د لته هغه لوبغاړي درپیژنیو چي د هندوستان غوره لیګ په تاریخ کې يي اوږدي شپږیزي يي وهلي وي.
لومړي: ایلی بی مارکل چي د سویلي افریقا لوبډلې لپاره لوبيده.خو په آی پي ایل کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره لوبیده.نوموړي په ٢٠٠٨ کال کې په آی پي ایل سیالیو کې يي ١٢٥ متره اوږده شپږیزه ترلاسه کړه.
دوهم: پروین کمار چي د هندوستان لوبډلې اړوند لوبغاړي وه.په آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کیګنز لوبډلې لپاره يي لوبه ترسره کوله.نوموړي په ٢٠١١ کال کې د ١٢٤ مترو په اندازه شپږیزه ووهله.
دریم : آدم ګیلچریسټ : د اسټرالیه هیواد لوبغاړي دي.په آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې برخه وه.په ٢٠١١ کال کې يي د ١٢٢ مترو په اوږدوالي يي شپږیزه ووهله.
څلورم: روبین اتاپه چي د هندوستان لوبډلې لوبغاړي دي.په آی پي ایل سیالیو کې د کلکتي لوبډلي سره لوبیده.په کال ٢٠١٠ کې يي د ١٢٠ متره په اوږدوالي يي شپږیزه ووهله.
پنځم: یوراج سینګ چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي وه.په آی پي ایل سیالیو کې يي د پنجاب لوبډلې لپاره يي لوبه ترسره کوله.په ٢٠٠٩ کال کې يي ١١٩ متره شپږیزه وهلي وه.
شپږم:ګاتم کمپیر چي د هندوستان هیواد لپاره لوبیده .نوموړي په آی پي ایل سیالیو کې د کلکتي لوبډلې لپاره لوبیده.په کال ٢٠١٦ کې د ١١٧ مترو په اوږدوالي يي شپږیزه ترلاسه کړي وه.
اووم: بین کټینګ چي د استرالیه هیواد څخه دي.نوموړي په آی پي ایل سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې برخه وه.نوموړي په ٢٠١٦ کال کې يی د ١١٦ مترو په اوږدوالي يي شپږیزه ترلاسه کړي وه.
اتم: میهندرا سینګ ډوني چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي دي.نوموړي په آی پي ایل سیالیو کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره لوبیږي.هغي په ٢٠١٢ کال کې يي د ١١٢ مترو په اندازه شپږیزه ترلاسه کړي وه.
نهم : آی بی ډیویلیرز چي د سویلی افریقا لوبغاړي دي په آی پي ایل سیالیو کې يي په کال ٢٠١١ کې د ١١١ مترو په اوږدوالي شپږیزه وهلي وه.
لسم : ډیويډ میلر چي د پنجاب لوبډلې لپاره لوبیده په کال ٢٠١٦ کې يي د ١١٠ مترو په اوږدوالي يي شپږیزه ترلاسه کړي وه.
دا هغه لس لوبغاړي دي کوم چي د آی پي ایل په تاریخ کې اوږدې شپږیزې ترلاسه کړي دي.