د سریلانکا او بنګله دیش ترمنځ دري یو ورځیني لوبي | خبریال

د سریلانکا او بنګله دیش ترمنځ دري یو ورځیني لوبي

کریکبال وېبپاڼه / د بنګله دیش کرکټ ملې لوبډلې سفر سریلانکا ته.

دیاد سفر د سیالیو په دوام د ټیسټ لوبو څخه وروسته دري یوورځیني لوبي هم ترسره کوي.

د یاد سفر د سیالیو په دوام د رواني مي میاشتي په درویشتمه نيټه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله او د
سریلانکا کرکټ ملې لوبډله د دري یو ورځینو لوبو لوبلړي پیل کوي .

همدارنګه د یوورځینو لوبلړي مخکي يي دوه ټیسټ لوبي يي هم ترسره کړي.

چي د یادو ټیسټ لوبو څخه يي یوه لوبه يي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې کټلي وه.

همدارنګه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ ټولي ٤٨ یوورځیني لوبي ترسره شوي.
چي د یادو ٤٨ یوورځینو لوبو څخه يي ٣٩ یوورځیني لوبي د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلي کټلي او ٧ لوبي بیا د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې کټلي.

او د یادو لوبډلو ترمنځ بیا تراوسه پوري ١١ شل اوریزي لوبي هم ترسره شوي.چي د یادو لوبو څخه يي اووه لوبي د سریلانکا لوبډلې او څلور لوبي يي د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي.

او دوه ویشت ټیسټ لوبي هم د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوي دي.

چي د یادو دوه ویشت ټیسټ لوبو څخه يي ١٧ لوبي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي او یوه لوبه بیا د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې کټلي ده.

همدارنګه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته په يو ورځینو لوبو په توپ وهنه کې تمیم اقبال، مشفق الرحیم او شکیب الخسن ښه توپ وهنه ترسره کړي ده.

تمیم اقبال د بنګله دیش لپاره په یوه ورځینو لوبو کې د ٢٠٠٨ کال څخه تر ٢٠٢١ کاله پوري ٤٧٨٨ منډې جوړي کړي دي.

مشفق الرحیم بیا د ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠٢١ کاله پوري د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته په یوورځینو لوبو کې ٤٦٨٥ منډې ترلاسه کړي.

شکیب الخسن هم د ٢٠٠٧ کال څخه تر ٢٠٢١ کاله پوري د بنګله دیش لپاره په یوورځینو لوبو کې ٣٩٣٠ منډې ترلاسه کړي.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته بیا کومارا سنکاکاره په یوورځینو لوبو کې ډیري منډې ترلاسه کړي.نوموړي د سریلانکا لپاره په یوورځینو لوبو کې د ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠١٥ کاله پوري ١٣٩٧٥ منډې ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ