د افغانستان نوم سره د زمبابوي بيرغ لګولو لويه تيروتنه | خبریال

د افغانستان نوم سره د زمبابوي بيرغ لګولو لويه تيروتنه

خبریال وېبپاڼه- د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې لخوا د يو ورځينو لوبو په نړيواله تازه درجه بندۍ کې د (ئې ايس پې اين کريک اېنفو) ټولنيزي شبکې د افغانستان نوم سره د افغانستان ملي بيرغ پر ځای د زمبابوي بيرغ لګولی دی.

د (ئې ايس پې اين کريک اېنفو) ټولنيزي شبکې لخوا د افغانستان نوم سره د افغانستان ملي بيرغ پر ځای د زمبابوي بيرغ لګولو سره يو شمير غبرګونونه هم راپارولي دي.

ځيني افغانان او د کرکټ مينوال د (ئې ايس پې اين کريک اېنفو) ټولنيزي شبکې دا کار د افغانستان نوم او د افغانستان ملي بيرغ ته توهين ګڼې.

په ملي بيرغ او ملي کرکټ مئين افغانان د کرکټ نړيوالي شورا څخه هر څومره ژر چې کيږي بايد د افغانستان نوم سره د افغانستان ملي بيرغ د لګولو غوښتنه کوي.

افغانستان دا مهال د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې د يو ورځينو لوبو په نړيواله تازه درجه بندۍ کې لسم مقام لري.

دلته درته د ۱ څخه تر ۱۰ په ترتيب سره هغه لوبډلي درپيژنو چې د کرکټ نړيوالي شورا په نړيوالي درجه بندۍ کې د ۱ څخه تر ۱۰ ځانګړي مقامونه لري.

۱- د کرکټ نړيوالي شورا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د نيوزلينډ کرکټ ملي لوبډله لومړی مقام لري.

۲- د کرکټ نړيوالي شورا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د اسټراليا کرکټ ملي لوبډله دوهم مقام لري.

۳- د کرکټ نړيوالي شورا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډله دريم مقام لري.

۴- د کرکټ نړيوالي شورا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د انګستان کرکټ ملي لوبډله څلورم مقام لري.

۵- د کرکټ نړيوالي شورا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډله پنځم مقام لري.

۶- د کرکټ نړيوالي شورا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله شپږم مقام لري.

۷- د کرکټ نړيوالي شورا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله اووم مقام لري.

۸- د کرکټ نړيوالي شورا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د ويسټ اينډيز کرکټ ملي لوبډله اتم مقام لري.

۹- د کرکټ نړيوالي شورا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د سريلنکا کرکټ ملي لوبډله نهم مقام لري.

۱۰- د کرکټ نړيوالي شورا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله لسم مقام لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ