سږني آی پي ایل غوره توپ وهونکي. | خبریال

سږني آی پي ایل غوره توپ وهونکي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ يا آی پي ایل سیالي چي سږ کال يي څوارلسم پړاو ترسره کیده.

خو د یاد لیګ کې تر دي دمه ٣٠ لوبي ترسره شوي او پاتي لوبي يي د کرونا ویروس له امله تر نامالومي مودي پوري وځنډیده.

مونږ دلته هغه لوبغاړي درپیژنیو چي په روان ٢٠٢١ کال آی پي ایل سالیو کې يي د نورو لوبغاړو په نسبت ښه توپ وهنه ترسره کړي وي.

لومړي: شکر دهوان چي په آی پي ایل سیالیو کې يي د ډیلي لوبډلې لپاره لوبیږي.

نوموړي په سږني آی پي ایل سیالیو کې اته لوبي يي ترسره کړي او په یادو لوبو کي يي ٣٨٠ منډې ترلاسه کړي دي.

په هره لوبه کې يي په اوسط ډول ٥٤.٢٨ منډې ترلاسه کړي دي.او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٩٢ دي.

دوهم: کی ایل راهول دي چي د پنجاب کینګز لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.

نوموړي په اووه لوبو کې يي ٣٣١ منډې ترلاسه کړي.چي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٦٦.٢٠ منډې ترلاسه کړي دي. په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٩١ دي.

دریم: فاف ډیفلیسي دي چي په آی پي ایل لوبو کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.

فاف ډیفلیسي په اوو لوبو کې يي ٣٢٠ منډې يي ترلاسه کړي چي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٦٤ منډې جوړي کړي دي.همدارنګه يي په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٩٥ دي.

څلورم: پراتیو شاه چي په آی پي ایل لوبو کې د ډیلې کپیټلز لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.

نوموړي په سږني لیګ کې په اتو لوبو کې يي ٣٠٨ منډې يي ترسره کړي او په یادو لوبو کې يي په اوسط ډول يي ٣٨.٥٠ منډې جوړي کړي.په یوه لوبه کې اوچت سکور يي ٨٢ دي.

پنځم: سینجو سمسون چي په آی پي ایل لوبو کې د راجستان رایلز لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.

سینجو سمسون په اووه لوبو کې يي ٢٢٧ منډې ترسره کړي.په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٤٦.١٦ منډې جوړي کړي.په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ١١٩ دي.

دا هغه پینځه لوبغاړي دي چي په سږني یعني ٢٠٢١ آی پي ایل لیګ کې تر دي دمه پوري د نورو لوبغاړو څخه په توپ وهنه کې ښه ځلیدلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ