مئکسوېل څه وخت وروسته خپله وړتيا نندارې ته وړاندې کړه | خبریال

مئکسوېل څه وخت وروسته خپله وړتيا نندارې ته وړاندې کړه

کريکبال وېبپاڼه- د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي پياوړی الرونډر لوبغاړې ګلېن مئکسوېل د څه وخت وروسته خپله وړتيا نندارې ته وړاندې کړه.

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي الرونډر لوبغاړی ګلېن مئکسوېل چې د ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م پړاو سياليو کې د رويال چلينجرز بنګور لوبډلي سره لوبيږي، ښه وړتيا او ښه لوبه يې په ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې د ځان لپاره نندارې ته وړاندې کړي ده.

ګلېن مئکسوېل چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل په تيرو کلونو کې د پنجاب کينګز لوبډلي سره لوبيدلو په تير پړاو اې پې ايل سياليو کې هيڅ ښه نه وه ځليدلی.

د رويا چيلنجرز بنګلور لوبډلي د ۲۰۲۱ ز کال د اې پې ايل د ۱۴ م پړاو سياليو لپاره ګلېن مئکسويل په ۱۴ سوه لکه هندې کلدارو اخيستی دی ګلېن مئکسويل د ۲۰۲۱ ز کال د اې پې ايل د ۱۴ م پړاو سياليو يو له ګرانبيه لوبغاړو څخه شميرل کيږي.

ګلېن مئکسوېل د ۲۰۲۱ ز کال اې پې ايل ۱۴ م پړاو سياليو لوبو ته لنډه کتنه کوو.

ګلېن مئکسويل د ۲۰۲۱ ز کال د اې پې ايل ۱۴ م پړاو سياليو 

کې ۷ لوبي لوبولي دي چې په ۷ لوبو کې ۲۲۳ منډي لري.

د ګلېن مئکسوېل لپاره په ۲۰۲۱ ز کال هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې غوره توپ وهنه د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلي په وړاندې وه.

ګلېن مئکسوېل د ۲۰۲۱ ز کال د د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م پړاو سياليو کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلي په وړاندې په يو لوبه کې په ۴۹ توپونو ۷۸ منډي جوړي کړي وي.

د اسټراليايي لوبغاړي ګلېن مئکسوېل چې د رويال چيلنرز بنګلور لوبډلي په ګټه لوبيږي  د ۲۰۲۱ ز کال هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م پړاو سياليو کې يې د کلکتې په وړاندې ډيري منډي جوړي کړي او همدا يې تيزه او غوره توپ وهنه هم ده.

ګلېن مئکسوېل په ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو سياليو کې ۷ لوبو کې يوازې ۲ اورونه ترسره کړي دي چې کومه ويکټ نه لري. 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ