د ټیسټ لوبو تازه اعلان شوي درجه بندي. | خبریال

د ټیسټ لوبو تازه اعلان شوي درجه بندي.

کریکبال وېبپاڼه / د کرکټ د نړیوالي شورا یا آی سي سي لخوا تازه د ټیسټ لوبو د توپوهونکو درجه بندي اعلان شوي.چي په یاده درجه بندي کې ډیر تغیرات راغلي.

لومړي: د ټیسټ لوبو په تازه اعلان شوي درجه بندي کې نیوزیلنډي لوبغاړي کین ویلمسن د ٩١٩ نمرو په درلودلو سره د ټیسټ لوبو د توپ وهونکو په قطار کې يي لومړي مقام خپل کړي.

کین ویلمسن لومړني ټیسټ لوبه په ٢٠١٠ کال کې د نومبر د میاشتي په څلورمه نیټه د هندوستان هیواد پر وړاندي ترسره کړه. او وروستي ټیسټ لوبه يي بیا د پاکستان پر وړاندي په ٢٠٢١ کال د جنوري د میاشتي په دریمه نیټه ترسره کړي ده.

کین ویلمسن د نیوزیلنډ لوبډلې لپاره ٨٣ ټیسټ لوبي ترسره کړي دي.

دوهم: د ټیسټ لوبو غوره توپ وهونکو کې دوهم مقام د ستیف سمیت سره دي.نوموړي ٨٩١ نمري ترلاسه کړي دي.

دریم: استرالیوي مارنیوز دي.نوموړي هم د کرکټ د نړیوالي شورا له لوري د ټیسټ لوبو په توپ وهونکو کې د ٨٧٨ نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

څلورم: څلورم مقام کې بیا انګلستاني جیو روت د ٨٣١ نمرو په درلودلو سره د کرکټ د نړیوالي شورا له لوري د ټیسټ لوبو په توپ وهونکو کې په څلورم مقام کې شتون لري.

پنځم: هندوستاني ویرات کولي دي.نوموړي هم د کرکټ د نړیوالي شورا له لوري د ټیسټ لوبو په توپ وهونکو کې د ٨١٤ نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

شپږم : ریشاپ پینټ هم د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دي.نوموړي هم د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د ټیسټ لوبو غوره توپ وهونکو کې د ٧٤٧ نمرو په خپلو سره شپږم مقام ترلاسه کړي دي.

اووم: د نیوزیلنډ هیواد لوبغاړي هینري بیا د ٧٤٧ نمرو په درلودلو سره د کرکټ د نړیوالي شورا له لوري د ټیسټ لوبو په توپ وهونکو کې يي اووم مقام خپل کړي دي.

اتم : په اتم مقام کې روهیت شرما شتون لري.روهیت شرما هم د ٧٤٧ نمرو په خپلو سره د ټیسټ لوبو غوره توپ وهونکو په قطار کې يي اتم ځاي يي خپل کړي دي.

نهم: پاکستاني بابر اعظم بیا د ټیسټ لوبو غوره توپ وهونکو په قطار کې يي د ٧٣٦ نمرو په اخیستلو سره نهم ځاي خپل کړي دي.

لسم : ډیويډ وارنر بیا د کرکټ د نړیوالي شورا له لوري د ټیسټ لوبو غوره توپ وهونکو په قطار کې يي د ٧٢٤ نمرو په درلودلو سره يي لسم ځاي خپل کړي.

دا هغه لس لوبغاړي وه کوم چي د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري تازه د ټیسټ لوبو غوره توپ وهونکي پيژندل شوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ