مهم:په هند کې د شل اوريزه لوبو نړيوال جام نامعلوم برخليک او غبرګونونه | خبریال

مهم:په هند کې د شل اوريزه لوبو نړيوال جام نامعلوم برخليک او غبرګونونه

کريکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام چې تمعه وه په هندوستان کې ترسره شي په هند کې د کرونا وبا د خونړۍ څپې له کبله اوس د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام هم د نامعلوم برخليک سره مخ دي.

د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې چارواکي هم تراوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې ايا د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام به په هند کې ترسره کړي يا نه؟.

د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې هم د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام په اړه څه ويلي نه دي.

خو، د کرکټ ځيني شنونکي او مينوال د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې چوپتيا د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو د نړيوال جام د انديښنې وړ بولي او وايې دې ته اندېښمن دي د کرکټ د نړيوالي شورا يا اې سې سې د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام لغوه نکړي.

همدارنګه د کرکټ مينوال او شنونکي د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې څخه غوښتنه کوي که چيري د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام په هند کې امکان نلري چې ترسره شي.

نو، د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام لپاره دې د داسې غوره او د کرونا وبا د ويري پرته د کوم بل داسې هيواد او ځای په لټه کې شي ترڅو د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام د کرونا وبا د خپريدو د ويرې پرته په ارامه فضا کې ترسره شي.

د کرکټ مينوال او شنونکي زياتوي چې د ۲۰۲۱ ز کال کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام دې د کرونا وبا قرباني نه شي او په هيڅ ډول بايد چې لغوه هم نه شي.

خو بل خوا د کرکټ هغه مينوال چې د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام ته بې صبرانه منتظر دې دعاوې کوي چې هندوستان ژر تر ژر د کرونا وبا د دريېمې خونړۍ څپې څخه ووځي او د ۲۰۲۱ ز کال د شل اوريزه لوبو نړيوال جام په ارامه فضا کې ترسره شي.

کرونا وبا نه يوازې د ژوند په نورو چارو بلکې په کرکټ او د سپورټ په نورو اړخونو يې هم ډيره بده اغيز کړي ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په هندوستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه په چټکۍ سره روانه ده چې هندوستان کې ورځ تر بلې د نړۍ په سطحه د ريکارډ په کچه د کووېډ-۱۹ ويروس مثبتې پيښې ثبت کيږي.

څو ورځي مخکې د هندوستان ستر سوداګريز ليګ يا اې پې ايل هم په هند کې د کرونا ويروس د خونړۍ څپې له امله تر نامعلومي نيټې وځنډول شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ