د اپریل میاشتي جایزو ته نوماند لوبغاړي.آیا په یادو لوبغاړو کې افغان لوبغاړي شتون لري. | خبریال

د اپریل میاشتي جایزو ته نوماند لوبغاړي.آیا په یادو لوبغاړو کې افغان لوبغاړي شتون لري.

کریکبال وېبپاڼه / د کرکېټ نړیوالې شورا یا آی سی سی د اپرېل میاشتې جایزو ته شپږ لوبغاړي نوماند شوي.

د کرکټ نړیوالې شورا د مې میاشتي په پنځمه نیټه د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اپرېل میاشتې د غوره کرکېټرانو لپاره یې شپږ لوبغاړي چې درې نارینه او درې ښځینه دي انتخاب کړي دي.

په دغو لوبغاړو کې بابراعظم، فخرزمان، کوشال بورټېل، الیسا هیلي، لي کیسپرېک او مېګن شاټ شامل دي.

بابراعظم
بابراعظم په تېره اپرېل میاشت کې د افریقا او زِمبابوې پر وړاندې ښه وځلېد، هغه په دوو یو ورځنیو لوبو څخه په یوه کې ۱۰۳ او بله کې ۹۴ منډې وکړې او دوه ځلې یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.
د هغه دې چارې نوموړي سره مرسته وکړه، چې ویرات کولي یو ورځنیو لوبو کې وروسته کړي او لومړی مقام ترلاسه کړي.
بابراعظم د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې څلورم لوبغاړی شو، چې یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام ترلاسه کوي، له دې وړاندې زهیر عباس، جاوېد مېنداد او محمد یوسف هم لومړي مقامونو ته رسېدلي وو.

بابراعظم په اپرېل میاشت کې اووه شل اوریزې لوبې هم وکړې، چې ټولې یې پکې ۳۰۵ منډې وکړې.

دوه یې نیمه سلیزې یې ووهلې او یو ځل یې په ۵۹ توپونو ۱۲۲ منډې هم جوړې کړې.

هغه او محمد رضوان په یوه لوبه کې ۱۹۷ ملګرتیا وکړه او د چېسېنګ پرمهال په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو لوړه ملګرتیا ده.
دی اوس د اپرېل میاشت جایزې ته نوماند شوی دی.

فخر زمان د پاکستان پښتون لوبغاړی دی، چې د خیبرپښتونخوا مردان سیمې پورې تړلی دی.

هغه هم د افریقا پر وړاندې لوبو کې خپله وړتیا یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړه، په یو ورځنیو لوبو کې یې د افریقا پر وړاندې ۳۰۲ منډې وکړې، چې یوه لوبه کې یې ۱۹۳ منډې جوړې کړې او بیا رن اوټ شو.
سټرایک رېټ یې ۱۱۱ اعشاریه ۴۳ دی.

ده هم د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې تر اووم مقام ځان راورساوه او اوس جایزې ته نوماند دی.

کوشال بورټېل
د نېپال پیلیز یا اوپننګ توپوهونکی دی، هغه د نېدرلېنډ او مالیزیا پر وړاندې درې اړخیز شل اوریز سیریز کې ریکارډ جوړ کړ.

دغه ۲۴ کلن لوبغاړي په درې شل اوریزو لوبو کې پرله پسې درې نیمه سلیزې ووهلې او د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې یې ریکارډ جوړ کړ، تر اوسه یو لوبغاړي هم په درې شل اوریزو لوبو کې درې پرله پسې نیمه سلیزې نه دي وهلي.

د درې اړخیزې لوبلړۍ تر ټولو مخکښ توپوهونکی و او ۲۷۸ منډې یې وکړې.

نیپال درې اړخیزه لوبلړۍ وګټله او دا په تېرو لسو کلونو کې لومړی ځل و، چې نیپال د اتلولۍ یو کپ ترلاسه کړ.
نوموړی د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې د دې لوبو وروسته ۹۳ یم ځای ته راغی او له دې وړاندې یې نوم په درجه بندۍ کې نه و.
دی هم جایزې ته نوماند دی.

په ښځینه کرکټ لوبغاړو کې دوه د اسټرالیا او یوه د نیوزیلېنډ څخه ده.

الیسا هیلي او مېګن شاټ له اسټرالیا او لي کسپېرېک له نیوزیلېنډ څخه نومانده شوې ده.
الیسا هیلي د اسټرالیا په سیریز ګټلو کې ستر رول ولوباوه،هغې په درې لوبو کې ۱۵۵ منډې وکړې،
ي.

لي کسپېرېک
د نیوزیلېنډ دې لوبغاړې په اپرېل میاشت کې دوه یو ورځنۍ لوبې وکړې، چې ۹ وېکټې یې ترلاسه کړې او ایکانومي یې ۷ اعشاریه ۷۷ وه.

په ۴۶ منډو یې ۶ وېکټې غوره توپ اچونه شوه او دا یې د غوره بالېنګ څېره هم جوړه کړه.

مېګن شاټ د اسټرالیا لوبغاړې ده، چې په اپرېل میاشت کې یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې، چې ۷ وېکټې یې واخیستې
او ایکانومي یې ۴ اعشاریه ۶۶ وه.
په ۵۲ منډو ورکولو سره یې ۴ ویکټې ترلاسه کول غوره توپ اچونه وه.

اوس د دوی لپاره د رایو ورکولو لړۍ پیل شوې ده او کوم لوبغاړی یا لوبغاړې چې زیاتې رایې یوسي هغه به جایزې پورته کړي.

له دې مخکي د هندوستان بونېشور کومار او د افریقا ښځینه لوبغاړې لېزل لي د مارچ میاشتې د غوره نارینه او ښځينه کرېکېټرانو جایزې ګټلې وې.

همدارنګه تیر ځل په مارچ میاشت کې راشدخان هم نوماند و، خو هغه د جایزې په ګټلو بریالي نشو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ