په یاد لیست کې راشد خان هم شتون لري. | خبریال

په یاد لیست کې راشد خان هم شتون لري.

کریکبال وېبپاڼه / دهندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي سږ کال يي څوارلسم پړاو روان وه.خو د یاد لیګ د کرونا ویروس له امله تر نا مالومي مودي پوري وځنډیده.

مونږ دلته هغه لوبغاړي درپیژنیو چي د ٢٠١٨ کال څخه وروسته يي د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو کې يي ښه توپ اچونه کړي ده.

چي په ياده لوبغاړو کې افغان لوبغاړي راشد خان هم شتون لري.

لومړي: انډریو ټای چي د هندوستان غوره لیګ کې يي د پنجاب کینګز لوبډلې لپاره لوبیده.نوموړي د ٢٠١٨ کال راهیسي په آی پي ایل لوبو کې يي ښه توپ اچونه ترسره کړي ده.

نوموړي په څوارلسو لوبو کې يي د ٤٤٨ منډو په ورکولو سره ٢٤ ویکټې ترلاسه کړي دي.چي په یادو لوبو کې يي غوره توپ اچونه يي د ١٦ منډو په ورکولو سره څلور ویکټي ترلاسه کول دي.

دوهم: افغان لوبغاړي راشد خان دي.چي د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لپاره لوبيږي.راشد خان هم د ٢٠١٨ کال څخه راهیسي په آی پي ایل سیالیو کې غوره توپ اچونه ترسره کړي ده.

راشد خان په ١٧ لوبو کې يي د ٤٥٨ منډو په ورکولو يي ٢١ ویکټي په یاد لیګ کې ترلاسه کړي دي.غوره توپ اچونه يي په یادو لوبو کې يي د نولس منډو په ورکولو يي ٣ ویکټي ترلاسه کول وه.

دریم: سیترډ کاول چي دا هم د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لپاره په آی پي ایل سیالیو کې لوبه ترسره کوي.نوموړي د ٢٠١٨ کال څخه راهیسي په آی پي ایل سیالیو کې يي په ١٧ لوبو کې يي د ٥٤٧ منډو په ورکولو سره يي ٢١ ویکټي ترلاسه کړي دي.

غوره توپ اچونه يي په یوه لوبه کې يي د ٢٣ منډو په ورکولو يي دري ویکټي ترلاسه کول دي.

څلورم: یمیش یادوف چي په آی پي ایل لوبو کې د رویال چلنجر بنګلور لوبډلې لپاره لوبیده.نوموړي هم د ٢٠١٨ کال څخه وروسته په آی پي ایل سیالیو کې غوره توپ اچونه ترسره کړي ده.

یمیش یادوف په څوارلس لوبو کې يي د ٤١٨ منډو په ورکولو سره يي په یادو لوبو کې يي ٢٠ ویکټې هم ترلاسه کړي دي.

په یوه لوبه کې غوره توپ اچونه يي د ٢٣ منډو په ورکولو يي ٣ لوبغاړي سوځولي وه.

پنځم: ټرینټ بولټ چي په آی پي ایل لوبو کې د ډیلي کپیټلز لوبډلې لپاره لوبيده.نوموړي هم په څوارلس لوبو کې يي د ٤٦٦ منډو په ورکولو سره يي ١٨ ویکټې ترلاسه کړي وي.

د ټرینټ بولټ په یوه لوبه کې غوره توپ اچونه د ٢٠ منډو په ورکولو يي دوه ویکټې ترلاسه کړي وي.

دا هغه پینځه لوبغاړي وه.کوم چي د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو کې د ٢٠١٨ کال راهیسي يي د نورو لوبغاړو په نسبت يي ښه توپ اچونه او ډیري ویکټي يي ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ