د تیسارا پریرا تازه مرکه، چي پکې جالیبې خبري هم کړي. | خبریال

د تیسارا پریرا تازه مرکه، چي پکې جالیبې خبري هم کړي.

کریکبال وېبپاڼه / د سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړي تیسارا پریرا تیره ورځ د هر ډول نړیوالو سیالیو څخه استعفا وکړه او تازه یې د کریک ایسفاین سره په یوې نوي مرکه کې ویلي، ځکه یې مخه ښه وکړه، تر څو ځوانو لوبغاړو ته د لوبیدو موقع برابره شي.
اوله پوښتنه : تاسو له هم یوازي ۳۲ کلن یاست، ولي مو د نړیوالو سیالیو څخه استعفا وکړه؟

ځواب: ځکه چي تراوسه پوري مي د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۱۲ کاله کرکټ وکړ، اوس ددې وخت دی، تر ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.

دوهمه پوښتنه: ددې احتمال شته ، چي سریلانکا لوبډله دي شل اوریزه نړیوال جام ته ځانګړی پلان نیولی وی، خو تاسو ولي یادي لوبډلې سره مخه ښه وکړه؟

ځواب: ما ځکه استعفا وکړه چي دوی ماته د خپلو پلانونو په اړه ډېر څه نه دي ویلي، زه یوازي پوهېږم، چي دوی د یو ورځنیو لوبو څخه ډېر لوبغاړي لري کوي، نو ما هم فر کاوه، چي دا غوره ده،

درېیمه پوښتنه: تاسو د نړیوال جام کولو د ترسره کولون ارمان نه لری؟

ځواب: ما یو څه موده مخکې دا سوچ کاوه، چي تر څو په یو بل نړیوال جام کې هم ولوبېږم، خو زما د ژوند تر ټولو لویه خاطره او ښه شیبي هغه وي ، چي په ۲۰۱۴م کال کې نړیوال جام مو زما د ښې توپوهنې په مټ د هندوستان څخه وګاټه.

څلورمه پوښتنه: تاسو په وروستیو پنځه کلونه کې ښي لوبي ونه کولي علت يي څه وه؟

ځواب: ناکامي او کامیابي هر چاته پېښیږي، ځیني وختونه داسي وي، چي تاسو په لوړه برخه کي اوسي او ځیني وختونه بیا دا وي، چي د زیني په کښته برخه کي اوسي. دا د ژوند یوه عادي برخه ده. کله چي زه په کښته برخه کي وم ما تر ټولو غوره هڅه وکړه، چي پرمختګ وکړم. خو زه فکر کوم، چې ما د خپل هیواد لپاره ډېر څه کړې دي. دلته ډېر ریکارډونه شته چي ما خپل هیواد ته ترلاسه کړې دي.

پنځمه پوښتنه: همدارنګه تاسو د خپل هیواد لپاره په وروستۍ ټیسټ لوبه کې ښه ولوبېدلاست، آیا دا احساس نه کوی، چې په دې فارټ کې باید ډېر چانس درکړل شوی وای؟

ځواب: هو بلکل ما له هغې لوبې وروسته هیڅ چانس ترلاسه نه کړ، چې په ټیسټ فارمټ کې لا ولوبیږم. زه ددې په اړه ډېر څه نه شم ویلي .

د یادولو وړ ده چي تیسارا پریرا څو ورځي مخکي د نړیوال کرکټ د هر فارمټ څخه استعفا وکړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ