د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو سره نوي قراردادونه کړي. | خبریال

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو سره نوي قراردادونه کړي.

کریکبال وېبپاڼه / د ویسټ انډیز کرکټ بورډ چي هر کال د خپلو لوبغاړو سره قراردادونه ترسره کوي.چي تازه یي یوشمیر لوبغاړو سره يي قراردادونه کړي دي.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د یو کال لپاره له خپلو اتل لوبغاړو سره د لوبېدو نوی قراردادونه لاسلیک کړي دي.

په یادو لوبغاړو کې څلورو نوو لوبغاړو هم د تړون حق ترلاسه کړي دي ، اېن کومارا بانر، جوشوا ډېسیلوا، اکیل حسین او کایل مایرس نوي شامل لوبغاړي دي.

خو باید قرارداد کې بیا کریس شامل نه دي.

همدارنګه یاد تړون به د روان کال د راتلونکې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي او د ۲۰۲۲ کال د جون په ۳۰ مه به پای ومومي.

یواځني لوبغاړي چي جېسن هولډر په ټولو ډولونو، یعنې شل اوریز، پنځوس اوریز او ټېسټ کرکټ کې د ګډون حق ترلاسه کړی دی.

روسټن چېس په ټولو لوبو په فارمټونو کې نه دی اخیستل شوی او شمارا بروکس او شېن ډورېچ بیا له ټېسټ لوبو لېرې شوي دي.

همدارنګه ټول اتلس لوبغاړي ریټین شوي او څلور لوبغاړي لري شوي دي.

لوبډلمشر جیسن هولډر.

په یو ورځنیو لوبو کې کېرن پولارډ، فبئین الېن، ډېرین براوو،
شی هوپ، اکیل حسین، ایوېن لیویس، الزاري جوزیف، نیکولاس پوران او هایډن والش.

سونېل امبرېس، شیلډن کاټریل، شېمرن هېټمېر، برنډن کېنګ، کیمو پال، رافمن پاول، روماریو شېفرډ او اوشېن تماس شامل دي.

همدارنګه په یادو قراردادنو کې انډری رسل، سونېل نرېن او کرېس ګېل چې مشهور لوبغاړي دي، په دې قرارداد کې نشته.

همدارنګه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړني ټیسټ لوبه يي په ١٩٣٠ کال کې د استرالیه پر وړاندې ترسره کړه.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي تراوسه پوري ټولي ١١٦ ټیسټ لوبي يي ترسره کړي دي.چي د یادو ١١٦ لوبو څخه يي ٣٢ لوبي يي کټلي او ٥٨ ټیسټ لوبي يي نوري يي بایللي دي.

همدارنګه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ٨٢٨ یوورځیني لوبي هم ترسره کړي دي.د یادو لوبو څخه يي ٤٠٤ لوبي یي کټلي او ٣٨٤ يي نوري بایللي دي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې شل اوریزي فارمټ لوبي هم ترسره کوي.چي په شل اوریزو لوبو کې يي هم ډیري او مهمي بریاوي ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ