کريکبال وېبپاڼه- د انګستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی جوز بټلر چې له هند څخه خپل ټاټوبي ( انګستان ) ته ولاړ، نو له هغه ځايه ( انګستان ) څخه يې د هند ولس څخه د مننې لپاره په خپله ټويټر پاڼه ټويټ وکړ.
د انګستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړې لوبغاړې جوز بټلر په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، ( هندوستان د سياحت، تګ، او کرکټ لپاره يو ځانګړی هيواد دی، خو له بده مرغه موږ د سختو حالاتو له کبله د هندوستان څخه ووتو.
زه د هندوستان ولس څخه مننه کوم چې موږ ته يې هلته ډيره مينه راکړه او لکه د تل په څير يې زما او زما د کورنۍ لپاره په هندوستان کې ځانګړی ښه راغلاست وکړ.
همدارنګه زه د هندوستان ولس ته د مننې ترڅنګ ځانګړې سپارښتنې هم کوم،
د هندوستان محترمو خلکو ته ځانګړې سپارښتنه کوم چې په دې سختو حالاتو کې د خپلو ځانونو او خپلو کورنيو څخه پاملرنه وکړي او د هند ولس باید د خپل ځان او خپلي کورنۍ ځانکړې پاملرنه وکړي.
موږ هيله لرو چې د هندوستان ولس د کرونا ويروس ته ماتې ورکړي او موږ يوځل بيا هند ته ولاړ شو او د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال د ۱۴ م پړاو سياليو پاتې لوبو ته ادامه ورکړو ).
” جوز بټلر د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړی”
د يادولو وړ ده چې د هندوستان کې د کرونا وبا د خونړۍ څپې له کبله تر نامعلومي نيټې وځنډول شوي او په هند کې ميشت بهرني لوبغاړي هم خپلو هيوادونو ته ستانه شو.
کرونا وبا نه يوازې د ژوند په نورو چارو بلکې په کرکټ او د سپورټ په نورو اړخونو يې هم ډيره بده اغيز کړي ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په هندوستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه په چټکۍ سره روانه ده چې هندوستان کې ورځ تر بلې د نړۍ په سطحه د ريکارډ په کچه د کووېډ-۱۹ ويروس مثبتې پيښې ثبت کيږي.
هندوستان کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د مثبتو پيښو د زياتوالي يو اصلي لامل هم په هغه هيواد کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د پيل سره د هند ولس د بيغورۍ او د کرونا ويروس لپاره د ورکړل شويو محدوديتونو د نه مراعت کول دي.