افريقايي لوبغاړې د اې پې ايل په پريښودو خواشينې ښودلي | خبریال

افريقايي لوبغاړې د اې پې ايل په پريښودو خواشينې ښودلي

کريکبال وېب پاڼه- د سويلي افريقا چټک او پياوړې توپ وهوونکې فاف ډوپليسيز د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل په پريښودو او د ۲۰۲۱ ز کال د ۱۴ م پړاو هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل په بنديدو او ځنډول کيدو ژوره خواشينې ښودلي ده.

د سويلي افريقا چټک او پياوړی توپ وهوونکی فاف ډوپليسيز چې د څو کلونو راهيسې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې د چينای سوپر کينګز لوبډلي سره لوبيږي د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل يو له غوره او چټکو لوبغاړو څخه دی.

د سويلي افريقا لوبغاړې فاف ډوپليسيز په خپله ټويټر پاڼه د يو ټويټ په کولو سره د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال د ۱۴ م پړاو سياليو او همدارنګه په هندوستان کې د کرونا وبا د دريېمې څپې خونړې ناورېن په اړه هم خپله ژوره خواشينې څرګنده کړي ده.

د سويلي افريقا لوبغاړې فاف ډوپليسيز په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي چې

( زما لپاره ډيره د خواشينۍ وړ ده چې د ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م پړاو او همدارنګه خپله کورنۍ لوبډله چینای سوپر کينګز پريږدم او خپل کور ته ځم.

زموږ لوبډله يا د چينای سوپر کينګز لوبډله د ۲۰۲۱ ز کال د ۱۴ م پړاو سياليو لپاره د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل يوه بريدګره او غوره لوبډله وه/ده.

خو زه ډير خواشينی يم چې د کرونا وبا د خونړې ناورين له کبله چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ځنډول کيږي او لکه کور په شان لوبډلي څخه مې جدا کيږم.

زه د هندوستان محترمو خلکو ته ځانګړې سپارښتنه او ورڅخه هيله کوم چې په دې سختو حالاتو کې د خپلو ځانونو او خپلو کورنيو څخه پاملرنه وکړي او د هند ولس باید د خپل ځان او خپلي کورنۍ ځانکړې پاملرنه وکړي.

موږ هيله لرو چې د هندوستان ولس د کرونا ويروس ته ماتې ورکړي، په هندوستان کې د کرونا وبا ناورين پای ومومي او موږ يوځل بيا هند ته ولاړ شو او د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال د ۱۴ م پړاو سياليو پاتې لوبو ته ادامه ورکړو ).

“فاف ډوپليسيز د سويلي افريقا لوبغاړی”

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ