افغان لوبغاړو هم د اې پې ايل په ځنډيدو خواشينې ښودلي | خبریال

افغان لوبغاړو هم د اې پې ايل په ځنډيدو خواشينې ښودلي

کريکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي درې پياوړي لوبغاړي هر يو محمد نبي، راشد خان، او مجيب الرحمن ځدران د هندوستان د ستر سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال د ۱۴ م پړاو سياليو په بنديدو ژوره خواشينې ښودلي ده.

افغان لوبغاړو په هندوستان کې د کرونا وبا د ناورين د ژر پای ته رسيدو هيله ښودلي.

ټولو لوبغاړو هيله ښودلي چې د هندوستان ولس د کرونا ويروس ته ماتې ورکړي، په هندوستان کې د کرونا وبا ناورين پای ومومي او موږ يوځل بيا هند ته ولاړ شو او د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال د ۱۴ م پړاو سياليو پاتې لوبو ته ادامه ورکړو

تر افغان لوبغاړو مخکې د سويلي افريقا لوبغاړې فاف ډوپليسيز او د انګلستانې لوبغاړې جوز بټلر هم په جلا جلا ټويټونو سره د اې پې ايل په بنديدو او په هندوستان کې د کرونا وبا د ناورين د ژر پای ته رسيدلو هيله ښودلي وه.

د سويلي افريقا لوبغاړې فاف ډوپليسيز په خپله ټويټر پاڼه ليکي وه چې زما لپاره ډيره د خواشينۍ وړ ده چې د ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م پړاو او همدارنګه خپله کورنۍ لوبډله چینای سوپر کينګز پريږدم او خپل کور ته ځم.

خو زه ډير خواشينی يم چې د کرونا وبا د خونړې ناورين له کبله چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ځنډول کيږي او لکه کور په شان لوبډلي څخه مې جدا کيږم.

همدارنګه جوز بټلر هم په خپله ټويټر پاڼه ليکلي وه چې هندوستان د سياحت، تګ، او کرکټ لپاره يو ځانګړی هيواد دی، خو له بده مرغه موږ د سختو حالاتو له کبله د هندوستان څخه ووتو، زه د هندوستان ولس څخه مننه کوم چې موږ ته يې هلته ډيره مينه راکړه او لکه د تل په څير يې زما او زما د کورنۍ لپاره په هندوستان کې ځانګړی ښه راغلاست وکړ. 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په هندوستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه په چټکۍ سره روانه ده چې هندوستان کې ورځ تر بلې د نړۍ په سطحه د ريکارډ په کچه د کووېډ-۱۹ ويروس مثبتې پيښې ثبت کيږي.

که څه هم هره ورځ په هندوستان کې تقريبا ۳ ميليون تنو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق کيږي خو له دې سره سره هم هندوستان د کرونا خونړۍ څپې لاندې دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ