پنځم پړاو لس اوریزه لیګ د نومبر په میاشت کې ترسره کیږي | خبریال

پنځم پړاو لس اوریزه لیګ د نومبر په میاشت کې ترسره کیږي

کریکبال وېبپاڼه / لس اوریزه لیګ یا ټیټن لیګ چي د نړي د تجارتي لوبو کې ډیري جالبي لوبي دي.

یاد لیګ چي هر کال ترسره کیږي سږ کال يي پنځم پړاو ترسره کیږي.

همدارنګه په لس اوریزه لیګ کې د افغان لوبغاړو په کډون د بیلا بیلو هیوادونو د کرکټ لوبغاړي پکي لوبيږي.

د یاده ولو وړ ده چي سږ کال پنځم پړاو لس اوریزه لیګ ته هم یو شمیر افغان لوبغاړي د بیلابیلو لوبډلو لخوا اخیستل شوي دي.

محمد نبی، رحمن الله ګربز،نجیب الله ځدران،محمد شهزاد،جاوید احمدي،درویش رسولي،نوین الخق،کریم جنت،یمین احمدزي،فضل الخق فاروقي،قیس احمد،عضمت الله عمرزي، فضل الخق فاروقي،او وقار سلام خیل چي سږني لس اوریزه لیګ کې د بیلا بیلو لوبډلو لخوا اخیستل شوي.

د متحده عربي اماراتو د لس اوریزه لیګ پنځم پړاو به د روان ٢٠٢١ کال د نومبر د میاشتي په ١٩ نيټه پيل او د ډیسمبر د میاشتي تر څلورمي نیټې پوري دوام وکړي.

د لس اوریزه لیګ لومړي پړاو په ٢٠١٧ کال کې ترسره شو. چي په ٢٠١٧ کال یعني لومړي پړاو کې يي د یاد لیګ اتله لوبډله کیرالا کینګز لوبډله شوه.

د لس اوریزه لیګ دوهم پړاو چي په ٢٠١٨ کال کې ترسره شوه.په ياد کال کې د یاد لیګ اتله لوبډله نارتن وایررز لوبډله شوه.

دریم پړاو د لس اوریزه لیګ په ٢٠١٩ کال کې ترسره شوو.چي په یاد کال د لس اوریزه لیګ کې مراتا عربینز لوبډله د یاد لیګ اتله لوبډله شوه.

د لس اوریزه لیګ څلورم پړاو چي په ٢٠٢٠ کال کې ترسره شوو.په دي کال کې يي نارترن وایررز لوبډله د لس اوریزه لیګ کې د دوهم ځل لپاره اتله لوبډله شوه.

په یاد لیګ کې لاندي لوبډلې شاملي دي.

بنګلا ټایکرز لوبډله ،ډیکن کلایډرز لوبډله، ډیلي بولز لوبډله ،بوني ډیولز لوبډله ،مراتا عربینز لوبډله،قلندرز لوبډله ،ناترن لوبډله،

همدارنګه په لس اوریز لیګ په تیر پړاو کې میهر چیما تر نورو لوبغاړو ډیري منډې ترلاسه کړي وي. چي نوموړي په لس لوبو کې يي ٣٠٢ منډې ترلاسه کړي وي.

او د تیر پړاو کې په توپ اچونه کې بیا عبدالله اکبر جان غوره توپ اچونه کړي وه نوموړي په نهو لوبو کې د ١١٧ منډو په ورکولو يي ١٥ ویکټي يي ترلاسه کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ