رشد خان هم د آی پي ایل په ځنډیدو خواشیني ښودلي. | خبریال

رشد خان هم د آی پي ایل په ځنډیدو خواشیني ښودلي.

کریبکال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي د نړي مهمي تجارتي لوبي دي.

د یاد لیګ سږ کال څوارلسم پړاو روان وه.خو د کرونا ویروس له امله تر نا مالومي مودي پوري وځنډیده.

د یاد لیګ په ځنډیدو افغان مخکښ او سلوو توپ اچونکي راشد خان هم خواشیني ښکاره کړي ده.او دا يي بد مرغي بللي ده.

دا چي د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي د کرونا له امله تر ناف مالومي مودي پوري وځنډیده.نو بهرني لوبغاړي هم خپلو هیوادونو ته تللي دي.

راشد خان د لومړي ځل لپاره په ٢٠١٧ کال کې د هندوستان غوره لیګ کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لخوا واخیستل شو.

راشد خان په توپ اچونه کې يي په ٢٠١٧ کال کې د حیدراباد لپاره ١٧ ویکټې ترلاسه کړي.غوره توپ اچونه يي په ٢٠١٧ کال کې يي د ١٩ منډو په ورکولو يي دري ویکټې يي ترلاسه کړي وي.

همدارنګه په ٢٠١٨ کال کې راشد خان هم د هندوستان غوره لیګ کې د حیدراباد لوبډلې لپاره ولوبیده.

راشد خان په ٢٠١٨ کال کې يي هم د حیدراباد لوبډلې لپاره غوره توپ اچونه ترسره کړه.چي په یاد کال کې يي ٢١ ویکټي يي ترلاسه کړي وي. په ٢٠١٨ کال کې يي غوره توپ اچونه يي هم د ١٩ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټي ترلاسه کول وه.

په ٢٠١٩ کال کې هم راشد خان د هندوستان غوره لیګ کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لخوا واخیستل شو.چي په یاد کال یي بیا هم ښه توپ اچونه وکړه.چي ١٧ ویکټي يي ترلاسه کړي.د ٢١ منډو په ورکولو يي د دري لوبغاړو سوځول يي غوره توپ اچونه وه.

په ٢٠٢٠ کال کې بیا هم راشد خان د حیدراباد لوبډلي سره یوځاي شو.چي په دي کال يي په توپ اچونه کې يي شل ویکټي ترلاسه کړي.غوره توپ اچونه يي د کمو ٧ منډو په ورکولو يي دري ویکټي ترلاسه کړي وي.

او اوس روان ٢٠٢١ کال کې بیا هم راشد خان د هندوستان غوره لیګ کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې برخه ده.چي په توپ اچونه کې يي تر دي دمه لس ویګټي يي ترلاسه کړي دي.چي غوره توپ اچونه يي د ٣٦ منډو په ورکولو يي دري لوبغاړي سوځولي وه.

خو په توپ وهنه کې بیا په ټولو پړاونو کې ١٥٦ منډې جوړي کړي دي.چي او چت سکور يي ٣٤ دي.

راشد خان لا هم د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ