سویلي افریقا د ویسټ انډیز پر وړاندي. | خبریال

سویلي افریقا د ویسټ انډیز پر وړاندي.

کریکبال وېبپاڼه / د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډله د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي.

ټاکل شوي چي د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز په کوربه توب د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې سره د جون په میاشت کې دوه ټیسټ لوبو او پنځه شل اوریزي لوبي ترسره کړي.

همدارنګه ګریم سمیت د ډیویلیرز ،کریس موریس،او عمران طاهر څخه غوښتي چي د ویسټ انډیز پر وړاندي په ټاکل شوي لوبلړي کې د سویلي افریقا لوبډلې لپاره لوبیږي.

همدا شان ګریم سمیت وویل چي د سپتمبر په میاشت کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې سره هم ځیني سیالي لري.

ګریم سمیت زیاتوي چي ده دوي هدف د یادو لوبو څخه یوه غښتلې لوبډله جوړول دي.

د سویلي افریقا لوبډلې لپاره په ټیسټ لوبو توپ وهنه کي کیلس ،هاشم امله،ګریم سمیت او ابي ډیویلیرز ښه توپ وهنه ترسره کړي ده.

کیلس د سویلي افریقا لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې د ١٩٩٥ کال څخه تر ٢٠١٣ کاله پوري ١٣٢٠٦ منډې ترلاسه کړي دي.

هاشم امله بیا د سویلي افریقا لوبډلې لپاره په ټیسټ لوبو کې د ٢٠٠٤ کال څخه تر ٢٠١٩ کاله پوري ٩٢٨٢ منډې جوړي کړي دي.

ګریم سمیت هم د سویلي افریقا لوبډلې لپاره په ټیسټ لوبو کي د٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠١٤ کاله پوري ٩٢٥٣ منډې جوړي کړي دي.

همدارنګه ابي ډیویلیرز بیا د سویلي افریقا لوبډلې لپاره په ټیسټ لوبو کې يي د ٢٠٠٤ کال څخه تر ٢٠١٨ کاله پوري ٨٧٦٥ منډې يي ترلاسه کړي دي.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې لپاره بیا په ټیسټ لوبو کې بي سي لاره ښه توپ وهنه ترسره کړي ده چي د ١٩٩٠ کال څخه تر ٢٠٠٦ کاله پوري يي ١١٩١٢ منډې ترلاسه کړي دي.

د روان کال د جون په میاشت کې سویلي افریقا لوبډله د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې سره دوه ټیسټ لوبي او پنځه شل اوریزي لوبي د ویسټ انډیز په کوربه توب يي ترسره کوي.

باید یاده شي چي د سویلې افریقا او ویسټ انډیز زیات شمیر لوبغاړي د هندوستان غوره لیګ په سیالیو کې د یاد لوبو په وخت بوخت وي نو زیات شمیر لوبغاړي به د هندوستان غوره لیګ پرځاي د خپلو لوبډلو سره ولوبيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ