بابر اعظم خپله شتمنې اعلان کړه، هغه به څومره شتمنې ولري؟ | خبریال

بابر اعظم خپله شتمنې اعلان کړه، هغه به څومره شتمنې ولري؟

کريکبال وېب پاڼه- د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي چټک او غوره توپ وهوونکي برابر اعظم خپله شتمنې او هغه امتياز چې د پاکستان کرکټ بورډ او د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل کې ترلاسه کوي اعلان کړه.

بابر اعظم د پاکستان کرکټ بورډ څخه په اوسط ډول د مياشتې پنځه لکه او ۳۱ زره پاکستاني کلدارې امتياز ( معاش )اخلي.

بابر اعظم د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د امتياز اخيستلو کټګوريانو کې په الف کټګورۍ کې ځای لري.

د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د الف کټګورۍ لوبغاړو ته د نورو کټګوريانو په پرتله ښه امتياز ( معاش ) ورکول کيږي.

په پاکستاني لوبغاړو کې بابر اعظم يوازينی هغه لوبغاړی دی چې د پاکستان کرکټ بورډ څخه په لوړه بيه امتياز اخلي بيا نورو لوبغاړو ته دومره امتياز  نه ورکول کيږي که هغه په الف کټګورۍ کې وي يا بله کومه کټګورۍ کې وي.

همدارنګه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی او غوره توپ وهوونکی بابر اعظم د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل په هر پړاو سياليو کې هم په ښه اندازه امتياز اخلي.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي چټک او غوره توپ وهوونکی بابر اعظم د ۲۰۲۱ ز کال د پاکستان غوره ليګ يا پې ايس ايل سياليو کې هم د ښه امتياز لروونکي کټګورۍ ( پلاتينيم کټګورۍ ) کې اخيستل شوی وه.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي چټک او غوره توپ وهوونکی بابر اعظم د ۲۰۲۱ ز کال د پاکستان غوره ليګ يا پې ايس ايل سياليو کې د کراچي کينګز لوبډلي لخوا په پلاتينيم کټګورۍ کې د ۱۷۰ زره ډالرو ( ۱۷۰۰۰۰$) ډالرو په ارزښت اخيستل شوی وه.

همدارنګه  بابر اعظم د مشهورو کمپنيو په سوداګريزو اعلانونو کې هم کار کوي چې د هغوي څخه هم ښه امتياز اخلي.

بابر اعظم د هئواوې موبايل کمپنۍ، د ائوپو موبايل کمپنۍ او د حبيب بانک سره د قرارداد په ډول په سوداګريزو اعلانونو کې کار کوي او د قراراداد په اندازه امتياز ترلاسه کوي.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي د پياوړې او غوره توپ وهوونکې بابر اعظم ټولټال شتمنې ۴ ميليون ډالر يا د پاکستاني کلدارو په اندازه ۲۹،۴ کړوړه ده.

بابر اعظم په ۲۰۱۵ ز کال کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډ لي ته لار پيدا کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ