د پاکستان سوپر لیګ کې نوې افغان لوبغاړي. | خبریال

د پاکستان سوپر لیګ کې نوې افغان لوبغاړي.

کریکبال وېبپاڼه /د پاکستان سوپر لیګ یا PSL کرکټ سیالي چي دا هم د نړي مهمي تجارتي سیالي دي.

په یادو لوبو کې د افغان لوبغاړو په کډون د نړي زیات شمير هیوادونو کرکټ لوبغاړي پکې لوبيږي.

د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ شپږم پړاو سیالۍ«PSL» چې د روان کال ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوي وې تر ۱۴ لوبو کولو وروسته کورونا ویروس له امله وځنډېده.

د پاکستان سوپر لیګ ځنډېدلې پاتي لوبې به د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پيل شي او تر د جون د میاشتيې شلمي نېټې پوري به دوام وکړي، چې ددې لیګ د اُصولو سره سم د هري لوبډلې او لوبغاړي بیا مکلف دي، چې د مې میاشتې تر ۲۳مه نېټي پوري په کراچي کي حاضري وي او د سیالیو تر پيل پوري سخت قرنطین تېر کړي، تر څو د کورونا ویروس څخه لوبغاړي خوندي پاتي شي.

د د پاکستان سوپر لیګ ځنډیدلي لوبې به د زیاتو امنیتي تیاریو په شتون کي یوازې په کراچي ښار کې ترسره شي. خو اوس یو شمیر لوبغاړو او د شپږو واړو لوبډلو مالکانو د پاکستان کرکټ بورډ څخه غوښتي چي یادي لوبي دي د پاکستان هیواد پر ځاي په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د پاکستان په سوپر لیګ کې لاندي افغان لوبغاړي مخکي اخیستل شوي وه.خو د کرونا ویروس له امله د لوبي د ځنډیدو وروسته یادو لوبغاړو د پاکستان په سوپر لیګ کې د نه لوبیدو پریکړه کړي ده.

محمد نبی،راشد خان او مجیب ځدران د یاد په پاتي لوبو کې د نه لوبیدو پریکړه کړي ده.خو قیس احمد او نوراحمد لکڼوال لا هم د ياد لیګ پاتې لوبو ته د خپلو لوبډلو سره پاتي دي.

د پاکستان سوپر لیګ د پاتي سیالیو لپاره دوه نور افغان لوبغاړي د بیلابیلو لوبډلو لخوا اخیستل شوي دي.

چي نجیب اللہ ځدران د پاکستان سوپر لیګ کې د کراچي کینګز لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

او رحمن الله ګربز د ملتان سلطان لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

همدارنګه د کراچي کینګز لوبډلې د محمد نبی پر ځاي تیسارا پریرا د لیګ پاتي لوبو لپاره اخیستي.

او لاهور قلندرز لوبډلې بیا د راشد خان پر ځاي بنګله دیشي الرونډر لوبغاړي شکیب الحسن اخیستي دي.

او د پیشاور زلمي لوبډلې بیا د لیګ پاتي لوبو لپاره يي د مجیب الرحمن پر ځاي پابین آلین واخیسته.

باید یاده شي چي یاد دري واړه افغان لوبغاړي د هندوستان غوره لیګ کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره لوبیږي چي د هندوستان غوره لیګ هم د کرونا له امله تر نا مالومي مودي پري ځنډیدلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ