په دوبۍ کې د پاکستان غوره ليګ د پيلېدو نيټه اعلان شوه | خبریال

په دوبۍ کې د پاکستان غوره ليګ د پيلېدو نيټه اعلان شوه

کريکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي وايې، چې د متحده عربي اماراتو ( دوبۍ ) سره يې د ۲۰۲۱ ز کال د پاکستان غوره ليګ يا پې ايس ايل د ۶م پړاو د پاتې سياليو د ترسره کيدو تړون لاسليک کړی دی.

که څه هم په دې اړه دقيق معلومات نشته خو بيا هم د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکي دا خبره تائيدوي او وايې چې د ۲۰۲۱ ز کال د پاکستان غوره ليګ يا پې ايس ايل د ۶ م پړاو پاتې سيالۍ به د ۲۰۲۱ ز کال د جون د مياشتې په لومړۍ نيټه د متحده عربي اماراتو په لوبغالو کې پيل شي.

سرچينې وايې چې د پاکستان د کراچۍ ښار لوبغالو څخه د دوبۍ لوبغالو ته د ۲۰۲۱ ز کال د پې ايس ايل يا پاکستان غوره ليګ د پاتې سياليو د ليږدولو لپاره چمتوالی هم نيول شوی او په دې اړه د دواړو کرکټ بورډونو ( د پاکستان کرکټ بورډ او د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ ) ترمنځ ګډ تفاهم رامنځته شوی.

ترڅو د ۲۰۲۱ ز کال د پاکستان غوره ليګ يا پې ايس ايل د ۶م پړاو پاتې سيالۍ د پاکستان د کراچۍ ښار لوبغالو څخه د دوبۍ لوبغالو ته وليږدول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل د چارواکو د پاکستان کرکټ بورډ غوښتنه کړي وه ترڅو د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل د ۲۰۲۱ ز کال پاتې سيالۍ دې د متحده عربي اماراتو ( دوبۍ ) په لوبغالو کې ترسره کړي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل د ۲۰۲۱ ز پړاو سياليو کې ۱۱ لوبي ترسره شوي وي خو، په پاکستان کې د کرونا وبا د زياتوالي او د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل کې د لوبيدونکو لوبغاړو له ډلي يې په ځينو لوبغاړو کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ثبت شوي وي.

نو، له همدې کبله د پاکستان غوره ليګ يا پې ايس ايل د ۲۰۲۱ ز کال د ۶م پړاو سيالۍ د کرونا وبا له امله تر نا معلومي نيټې پورې د پاکستان کرکټ بورډ لخوا ځنډول شوي وي.

خو د پاکستان د کرکټ بورډ د ځينې چارواکي  له قوله د پاکستان غوره ليګ يا پې ايس ايل د ۶م پړاو پاتې سيالۍ به د جون په لومړۍ نيټه د متحده عربي اماراتو په لوبغالو کې پيل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ