کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو سيالۍ چې په هندوستان کې د کرونا وبا د خونړۍ څپې له کبله تر ناملعومي نيټې وځنډول شوي، خو د لوبغاړو غوره کارکردګياني او يادونه يې اوس هم پرځای پاتې دي.
د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو سيالۍ هم لکه د تيرو کلونو او پړاونو په څير په زړه پورې وي خو د يو څه کمښت چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال ۱۴ م پړاو سيالو کې تر سترګو کيده هغه په لوبغاړو کې د مينوالو او نندارچيانو کمښت وه.
دلته درته د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال د ۱۴ م پړاو سياليو د يادښتونو يو د غوره توپ اچوونکو غوره توپ اچوونه وړاندې کوو.
د ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليګ د ۱۴ م پړاو سياليو غوره توپ اچوونه په لاندې ډول ده.
۱- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال لومړۍ درجه غوره توپ اچوونه د کلکتې لوبډلي پياوړې توپ اچوونکې انډر رسل کړي هغه د ممبۍ لوبډلي په وړاندې په يوه لوبه کې د ۱۵ منډو په ورکولو سره د ۵ ويکټو په اخيستو سره لومړی درجه غوره توپ اچوونه کړي ده.
۲- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال دوهم درجه غوره توپ اچوونه د بنګلور لوبډلي پياوړې توپ اچوونکې هارېش پاټېل کړي هغه هم د ممبۍ لوبډلي په وړاندې په يوه لوبه کې د ۲۷ منډو په ورکولو سره د ۵ ويکټو په اخيستو سره دوهمه درجه غوره توپ اچوونه کړي ده.
۳- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال دريېمه درجه غوره توپ اچوونه د چينای لوبډلي پياوړې توپ اچوونکې ډېپک چهار کړي هغه د پنجاب لوبډلي په وړاندې په يوه لوبه کې د ۱۳ منډو په ورکولو سره د ۴ ويکټو په اخيستو سره درېيمه درجه غوره توپ اچوونه کړي ده.
۴- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال څلورمه درجه غوره توپ اچوونه د راجستان لوبډلي پياوړې توپ اچوونکې کرېس مورېس کړي هغه د کلکتې لوبډلي په وړاندې په يوه لوبه کې د ۲۳ منډو په ورکولو سره د ۴ ويکټو په اخيستو سره څلورمه درجه غوره توپ اچوونه کړي ده.
۵- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال پنځمه درجه غوره توپ اچوونه د ډيلي لوبډلي پياوړې توپ اچوونکې امېت مېشرا کړي هغه د ممبۍ لوبډلي په وړاندې په يوه لوبه کې د ۲۴ منډو په ورکولو سره د ۴ ويکټو په اخيستو سره پنځمه درجه غوره توپ اچوونه کړي ده. ج