هغه لوبډلې چي د اسیا جام اتلولۍ يي کټلي. | خبریال

هغه لوبډلې چي د اسیا جام اتلولۍ يي کټلي.

کریکبال وېبپاڼه / اسیا جام یا اشیا کپ چي د اسیايي مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

پاکستان ویلي چې سږ کال اسیا جام نه شي ترسره کېدای او پنځه نورو هېوادونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تراوسه پوري د اسیا کرکټ شورا هم تردې دمه کومه پرېکړه نه ده کړې، چې آیا دا جام دې یا لغوه شي او یا دې هم ترسره شي.
خو ګونګوسې داسې دي، چې ښایي دا جام سږ کال ترسره نشي او ۲۰۲۲ ته وځنډول شي.

په ۲۰۲۰ کې تمه وه چې دا جام په پاکستان کې ترسره شوی وای؛ خو د هندوستان او پاکستان د ټکر له امله یې کوربتوب سریلانکا ته ورکړل شو او ۲۰۲۱ ته ځنډول شوی و.
سږ کال دا جام په جون میاشت کې یعنې ۵۹ ورځې وروسته په سریلانکا کې پیليده؛ خو د پاکستان د مخالفت او د کرونا ویروس د پراختیا له امله ۲۰۲۲ ته د ځنډېدو په حال کې دی.
۲۰۲۰ کې نړیوال شل اوریز جام هم ترسره نشو، که څه هم اسټرالیا ورته ډېر ترتیبات نیولي وو، خو د کورونا ویروس له امله ۲۰۲۱ ته ځنډېدلی دی.

د اسیا د کرکټ شورا څه موده وړاندې پرېکړه وکړه، چې پنځلسم پړاو اسیا جام به هند کې ترسره کېږي، خو پاکستان یې مخالفت وکړ او وې یې ویل چې اسیا جام به ۲۰۲۲ ته ځنډېږي او سږ کال به نه ترسره کېږي.

د پاکستان د کرکټ بورډ د مشر احسان ماني وېنا
« سږ کال به اسیا جام او نړیوال شل اوریزه جامونه نه ترسره کېږي، بلکې ۲۰۲۲ ته به ځنډېږې».

ښایي نوموړي له دې امله دا خبره کړې وي، چې د اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام کوربتوب په هندوستان کې کېده او پاکستان د سیاسي ستونزو له امله له هند سره کړکېچ لري.
یا پاکستان غواړي چې په دې ډول له هند څخه غچ واخلي، ۲۰۲۰ کې د اسیا جام کوربتوب پاکستان کاوه، خو هند یې مخالفت وکړ.

که څه پاکستان له وړاندې ویلي وو، چې سږ کال اسیا جام نشي ترسره کېدای؛ خو سږ کال یې هند هم نه ترسره کوي، ځکه د هند او انګلستان لوبډلې په ټېسټ لوبو کې د تیسټ سیالیو قهرمانۍ پایلوبې ته وتلي او دواړه لوبډلې په جون میاشت کې په انګلستان کې لوبې لري او له دې وروسته هند له نیوزیلېنډ سره هم لوبلړۍ لري.

بل پلو آی پي اېل سیالیو کې هم د روانې مې میاشت په ۳۰ مه نېټه پای ته رسېږي او د اسیا جام لپاره بیا نېټه د جون لومړۍ ورځې ټاکل شوي دي.
دلته چې د اسیا جام او د هندوستان لوبې ټکر کې راځي نو اسیا جام به د هندوستان د لوبې قرباني کېږي.

د هغه لوبډلې چي د اسیا جام اتلولۍ خپل کړي

اسیا جام ۱۹۸۴ کې تاسیس شوی دی، چې څوارلس پړاوونه یې ترسره شوي دي.

لومړی پړاو هند وګاټه او سریلانکا ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه، دویم پړاو سریلانکا وګاټه او پاکستان ته یې په ۱۹۸۶ کال کې ماته ورکړه.

۱۹۸۸ کې هند اتلولي ترلاسه کړه او سریلانکا پایلوبه کې ماته وخوړه.

۱۹۹۰ کې هم هند له سریلانکا څخه پایلوبه وګټله او درېیم ځل اتلولي یې ترلاسه کړه.

۱۹۹۵ کې بیا هند، سریلانکا ته ماته ورکړه، ۱۹۹۷ کې سریلانکا، هند ته ماته ورکړه، ۲۰۰۰ کال کې پاکستان سریلانکا ته ماته ورکړه او دا لومړی ځل و، چې پاکستان اتلولي ترلاسه کړه.

۲۰۰۴ کې یو ځل بیا سریلانکا، هند ته ماته ورکړه.

۲۰۰۸ کې سریلانکا، بیا هند ته ماته ورکړه، ۲۰۱۰ کې هند، سریلانکا ته ماته ورکړه، ۲۰۱۲ کې پاکستان، بنګله دېش ته ماته ورکړه، ۲۰۱۴ کې سریلانکا، پاکستان ته ماته ورکړه او دې کال باندې افغانستان هم ګډون کړی و، چې یوه لوبه کې یې بنګله دېش ماته ورکړې وه.
۲۰۱۶ کې هند، بنګله دېش ته پایلوبه کې ماته ورکړه او ۲۰۱۸ کې هند بیا بنګله دېش ته ماته ورکړه.

د اسیا جام اتلولي ۷ ځلې هندوستان، ۵ ځلې سریلانکا او ۲ ځلې پاکستان ګټلې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ