هندوستان کرکټ لوبډله د انګلستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې. | خبریال

هندوستان کرکټ لوبډله د انګلستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې او انګلستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ لوبلړې.

ټاکل شوي چي د اګست میاشتې په څلورمه انګلستان د هند کرکټ ملې لوبډلې کوربه توب وکړي.

همدارنګه د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې هم د یادو ټاکل شوو پنځو ټیسټ لوبو لپاره یي لوبډله اعلان کړي ده.

چي لوبډلمشر ویرات کولې ، روهېټ شرما، شوبمن ګېل، میانک اګروال، چېټېشور پوجارا، اجینکیا رهانی، هنوما وېهاري، رېشاب پنټ، راوي چندرن اشوېن، روېندرا جدیجا، اکسرپټېل، واشېنګټن سونډر، جسپرېت بومرا، اېشنټ شرما، محمد شمي، محمد سِراج، شاردول تاکور، اومېش یداف، کی اېل راهول او ریډیمن ساحا.

د شل کسانو سربېره څلور لوبغاړي ابي مانیو ایسواران، پراسېد کرېشنا، اوېش خان او ارزن ناګ واسوالا په ریزرف یا چمتو لوبغاړو کې اخیستي دي.

خو د هندوستان کرکټ بورډ بیا پیاوړي الراونډر هارډېک پانډیا، د هند بې جوړې توپ اچوونکي بونېشور کومار او کولډیپ یداف ته په لوبډله کې ځای نه دی ورکړی.

همدارنګه د ۲۰۲۱ کال په سرکې د انګلستان لوبډلې هند ته سفر راکړی و، چې د ټېسټ او شل اوریزو لوبو لړۍ ترې هند وګټلې.

نو اوس د هند لوبډله، انګلستان ته ور روانه ده او ښایي انګلستان په کور دننه د هند لوبډله له ستونزو سره مخ کړي.

همدارنګه د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ٢٠٢١ کال په ټیسټ لوبو کې ریشاپ پنټ او روهیت شرما ښه توپ وهنه ترسره کړي ده.

ریشاپ پنټ په ٦٧٣ توپونو باندي يي ٥١٥ منډې يي ترلاسه کړي دي.چي اوچت سکور يي ١٠١ دي.او روهیت شرما بیا په ٨٦٥ توپونو باندي يي ٤٧٤ منډې يي ترلاسه کړي دي.

او د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ٢٠٢١ کال په ټیسټ لوبو کې جیو روټ غوره توپ وهنه ترسره کړي ده.

جیو روټ د انګلستان لپاره په روان ٢٠٢١ کال کې په ټیسټ لوبو کې يي په دولس اننګزو کې يي د ١٣٢٥ توپونو په لوبولو سره يي ٧٩٤ منډې يي ترلاسه کړي دي.چي ٢٢٨ يي اوچت سکور دي.

همدارنګه د هند لوبډله اوس انګلستان ته ور روانه ده او ښایي انګلستان په کور دننه د هند لوبډله له ستونزو سره مخ کړي.

باید یاده شي چي د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې زیات شمیر لوبغاړي په آی پي ایل سیالیو بوخت وه خو یادی لوبي د کرونا ویروس له امله تر نامالومي مودي پوري ځنډیدلې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ