د آی پي ایل لیګ پاتې لوبي به چیرته ترسره شي. | خبریال

د آی پي ایل لیګ پاتې لوبي به چیرته ترسره شي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي سږکال يي څوارلسم پړاو روان وه خو د په یاد لیګ کې د ٣٠ لوبو د ترسره کولو وروسته یاد لیګ د کرونا ویروس له تر نامالومي مودي پوري ځنډیدلې دي.

خو د کرونا ویروس له امله د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) ځنډېدو وروسته ډېر هېوادونه دې ته تیار دي، چې د دې ستر تجارتي لیګ کوربه توب وکړي او د هند کرکټ بورډ ته يې وړاندیزونه هم کړي دي.

همدارنګه تازه د سریلانکا کرکټ بورډ د هند کرکټ بورډ ته وړاندیز کړی، چې دوی کولای شي د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل پاتې سیالیو کوربه توب په سپتمبر میاشت کې وکړي.

په همدي اړه د ارجنا ډي سلوا له رسنیو سره په خبرو کې ويلي دي، چې موږ پوهېږو چې متحده عربي امارات هم د ای پي ایل ترسره کولو لپاره یو اپشن دی، خو سریلانکا هم دا کار کولای شي او د سپتمبر په میاشت کې د ای پي ایل سیالیو کوربه توب موږ کولای شو.

هغه زیاته کړه، چې موږ په پلان کې لرو چې لنکا پریمئیر لیګ په جولای-اګست میاشتو کې ترسره کړو او د ای پي ایل لپاره به موږ تر سپتمبر مخکې لوبغالي او هر څه چمتو کړو.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې په ای پي ایل په کرکټ کې تر ټولو ستر لیګ دی چې تر نورو لیګونو پکې پېسې بېخي زیاتې دي، همدا راز انګلستان هم هند ته وړاندیز کړی دی چې د ای پي ایل پاتې سیالۍ دې د دوی په هېواد کې ترسره کړي، خو د هند کرکټ بورډ په دې اړه تراوسه پورې هېڅ هم نه دي ویلي، چې پاتې سیالۍ به کله او چېرته ترسره کړي.

باید یاده شي چي په یاد لیګ کې تراوسه پوري ٣٠ لوبي يي ترسره شوي او پاتي لوبي يي د کرونا ویروس له امله پاتي دي.

د یاد لیګ ټول بهرني لوبغاړي خپلو هیوادونو ته تللو په خال کې دي چي یو شمیر لوبغاړي تللي هم دي.

همدارنګه په یاد لیګ کې دري افغان لوبغاړي محمد نبی،راشد خان،او مجیب الرحمن هم د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ