ویرات کوهلي او اوشکا شرما د هند د کرونا ځپلو سره د مرستي لپاره مټي رانغاړلې دي. | خبریال

ویرات کوهلي او اوشکا شرما د هند د کرونا ځپلو سره د مرستي لپاره مټي رانغاړلې دي.

کریکبال وېبپاڼه / په هندوستان هیواد کې په وروستیو کې د کرونا ویروس د ډیروالي له امله یاد هیواد د ولسونه د یوشمیر ستونزو سره مخ شوي دي.

چي د یاد هیواد سره د یوشمیر هیوادونو سربیره یو شمیر د کرکټ لوبغاړو هم مرستي کړي دي.چي تازه د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي لوبډلمشر ویرات کوهلي او میرمن يي انوشکا شرما د خپلو خلکو سره مرستي کړي دي.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د هندي سینما وتلي ستورې انوشکا شرما له کورونا سره د مبارزې لپاره ۲ کروړه هندي کالدارې مرسته وکړه.

همدارنګه دوی ویلي چې ډېر دردوونکی سخت بد حالت دی، چې زموږ هېواد او خلک ورسره مخ دی.

دوی د جمعې په ورځ د بسپنې ټولولو یو صندوق هم پرانیست، چې خلک مرسته وکړي، ترڅو یې په هندوستان کې له کورونا سره د مبارزې لپاره په لګښت ورسوي.

کولي او مېرمن یې په لومړي ځل صندوق ته دوه کروړه هندي روپۍ ورکړې، چې تقریبا ۲ لکه او ۷۰ زره امریکایي ډالر کېږي.

همدارنګه دواړو په یوه ویډیو کې ویلي، چې دا د وی لپاره زوروونکې ده، چې د دوی خلک د یوې نړیوالې وبا سره شپه او ورځ مقابله کوي، موږ د دوی له زغم څخه منننه کوو.

کولي ویلي چې د بنګلور لوبډله به دا برخه چټکه او تیزه کړي او ملاتړ به یې وکړي.

کولي او میرمن يي موږ باید په دې وخت کې د هند د خلکو ملاتړ او مرسته وکړ، د هغوی په خوا کې ودرېږو، په همدې خاطر موږ د بسپنې راټولولو بنسټ کېښود، مونږ له تاسو ټولو غوښتنه کوو، چې دې بهیرکې ورګډ شې، ځکه ډېر لږ څه کولای شي، چې تغیر او غوره والی رامنځته کړي.

دوی په خلکو او دوستانو غږ کړی، چې اوږه په اوږه ودریږي، ټول باید یو موټی شي، د دوی په وېنا چې دوی دا جګړه ګټلی شي، خو چې سره متحد وي.

دوی دا ناره وکړه، چې د هند ژغورنې لپاره ځانونه محفوظ کړئ.

له تېرې جمعې راهیسې د مې له اوومې چې د بسپنې راټولولو دا کمپاین پیل شوی، د شنبې ورځې تر غرمې پورې ورته ۷ کروړه هندي کالدارې ټولې شوي، چې تقریبا ۹ نیم لیکه امریکایي ډالر کېږي.

دوی دا کمپاین د رسنیو، ټولنیزو رسنیو او د وېبپاڼو له لارې کوي او بسپنه یا مرستې راټولوي.

همدارنګه د دې خېریه بنسټ نورو غړو په خلکو غږ کړی، چې د کولي او مېرمن په څېر یې کارنامه وکړي او دې وخت کې د مرستو لپاره خپله وسه برابر مرسته وکړي.

باید یاده شي چي مخکي تردي پټ کمینس هم د هندوستان خلکو سره د کرونا ویروس له امله مرسته کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ