هيواد کې د نجيب ترکي په نوم د کرکټ لوبغالی جوړيږي | خبریال

هيواد کې د نجيب ترکي په نوم د کرکټ لوبغالی جوړيږي

کريکبال وېبپاڼه- په ننګرهار ولايت کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پخوانې لوبغاړې شهيد نجيب الله ترکي په ياد د کرکټ د يو معياري لوبغالي رغنيزي چاري په چټکۍ سره پرمخ رواني دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د انجينرۍ څانګې لخوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پخوانې لوبغاړې شهيد نجيب الله ترکي د کرکټ د يو لوبغالي د دوهم فاز چارې په ننګرهار ولايت کې په چټکۍ سره پرمخ رواني دي چې اوس مهال يې رغنيزي چاري ۲۵ سلنه بشپړي شوي دي.

کرکټ بورډ په دې اړه وايې، (د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ننګرهار ولایت کې د نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي ستونزې حل او د دویم فاز کارونه تر اوسه ۲۵٪ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې د قرارداد له مخې په خپل وخت ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د انجینرۍ څانګې له لوري د نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي د دویم فاز کارونو قرارداد د ۲۰۲۱ م کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه له نور متون ساختماني شرکت سره د شپاړلس میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی، چې د همدغه کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۰ مې نېټې د اوو میاشتو په موده کې به یې کارونه بشپړ شي.

یاد قرارداد کې د احاطوي دیوال سربېره د لوبغالي د شین چمن کرل، د اوبو څاه، د اوبو ټانکۍ او د لوبغالي د اوبو رسونې سیستم شامل دي.

د نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي کارونه له دې وړاندې د یو لړ ټولنیزو ستونزو، چې د لوبغالي په ساحه کې د ځینو اشخاصو کورونو شتون درلود او د لوبغالي د رغونې کارونه یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي وو، له نېکه مرغه د افغانستان کرکټ بورډ د انجینرۍ څانګې همکارانو او د ننګرهار ولایت مقام په هڅو او همکارۍ یادې ستونزې حل شوې او قراردادي شرکت به د کاري پلان مطابق یاد شوي کارونه په خپل وخت سرته رسوي.

د یادونې وړ ده چې دغه لوبغالی د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزي په هڅو د ننګرهار ولایت په بهسودو سیمه کې د بهسود کرکټ لوبغالي په نوم د لومړي پړاو چارې یو ساختماني شرکت ته ورکړل شوې او بیا د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي نجیب الله ترکي له مړینې وروسته یاد لوبغالی د نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي په نوم ونومول شو).

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ