د آی پي ایل د تیرو نهه ویشتو لوبو غوره لوبډله.چي پکې راشد خان هم شتون لري. | خبریال

د آی پي ایل د تیرو نهه ویشتو لوبو غوره لوبډله.چي پکې راشد خان هم شتون لري.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو چي سږکال یي څوارلسم پړاو وه.خو په یاد لیګ کې د نهه ویشتو لوبو د ترسره کولو وروسته یاد لیګ د کرونا ویروس له امله تر نامالومي مودي پوري وځنډیده.

خو اوس تازه د کرکټ مشهور سایټ Espn cricinfo د آی پي ایل د تیرو نهو ویشتو لوبو غوره لوبډله اعلان کړي ده.چي په یاده لوبډله کې افغان لوبغاړي راشد خان هم شتون لري.

چي په یاده لوبډله کې د شکر دهوان،پراتیو شاه،معین علی،سینجو سمسون،ابی ډیویلیرز،کیرون پولارډ،رویندرا جدیجا،راشد خان،چسپرټ بومبرا،راهول چهر،او اویش خان شامل دي.

شکر دهوان په سږني آی پي ایل کې د ډیلې کپیټلز لوبډلې سره لوبیږي.نوموړي په سږني آی پي ایل لوبو کې د ډیلي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ښه ځلیدلي دي.نوموړي نوموړي په اتو لوبو کې يي ٣٨٠ منډې يي ترلاسه کړي دي.چي په اوسط ډول په هره لوبه کې يي ٥٤.٢٨ منډې جوړي کړي دي.اوچت سکور يي ٩٢ دي.

همدارنګه پراتیو شاه هم په سږني آی پي ایل کې د ډیلې کپیټلز لوبډلې سره لوبیږي.نوموړي په سږني آی پي ایل لوبو کې د ډیلي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ښه ځلیدلي دي.نوموړي نوموړي په اتو لوبو کې يي ٣٠٨ منډې يي ترلاسه کړي دي.چي په اوسط ډول په هره لوبه کې يي ٣٨.٥٠ منډې جوړي کړي دي.اوچت سکور يي ٨٢ دي.

سینجو سمسون په سږني آی پي ایل کې د راجستان رایلز لوبډلې سره لوبیږي.نوموړي په سږني آی پي ایل لوبو کې د ډیلي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ښه ځلیدلي دي.نوموړي نوموړي په اووه لوبو کې يي ٢٧٧ منډې يي ترلاسه کړي دي.چي په اوسط ډول په هره لوبه کې يي ٤٦.١٦ منډې جوړي کړي دي.اوچت سکور يي ١١٩ دي.

اویش خان چي د غوره لوبډله کې ځاي ورکړل شوي دي.نوموړي هم په آی پي ایل لوبو کې ډیلې کپیټلز لوبډلې لپاره لوبیږي.نوموړي بیا په توپ اچونه کې ښه ځلیدلي دي.چي په اتو لوبو کې يي څوارلس ویکټي يي ترلاسه کړي دي.

همدارنګه افغان لوبغاړي راشد خان چي په غوره لوبډله کې ځاي ورکړل شوي.نوموړي هم په آی پي ایل لوبو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره لوبیږي.چي په سږني آی پي ایل لیګ کې يي د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لپاره ښه توپ اچونه ترسره کړي ده.نوموړي په اووه لوبو کې يي ١٠ ویکټي يي ترلاسه کړي دي.

باید یاده شي چي د آی پي ایل پاتي لوبي د کرونا ویروس له امله تر نامالومي مودي پوري ځنډیدلي دي.

.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ