د کندهار کرکټ لوبغالي د ميلمستون لپاره احاطوي ديوال جوړيږي | خبریال

د کندهار کرکټ لوبغالي د ميلمستون لپاره احاطوي ديوال جوړيږي

کريکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ بورډ په کندهار ولايت کې د کرکټ لوبغالي د ميلمستون لپاره احاطوي ديوال جوړوي.

د افغانستان کرکټ بورډ په کندهار ولايت کې د کرکټ لوبغالي د ميلمستون لپاره احاطوي ديوال د جوړيدو قرارداد د يو خصوصي شرکت سره لاسليک کړ، چې د جوړيدو او رغنيزي چاري به يې پيل شوي دي او په څو مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کندهار ولايت د کرکټ لوبغالي او د کرکټ لوبغالي د ميلمستون تر جوړيدو وروسته يې د کندهار ولايت د کرکټ لوبغالي د ميلمستون د احاطوي ديوال د جوړيدو لپاره د نوريان وردګ ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره لاسليک کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه وايې ( د کندهار کرکټ لوبغالي د مېلمستون احاطوي دیوال د جوړېدو قرارداد لاسلیک شو.

د افغانستان کرکټ بورډ په کندهار ولایت کې د کرکټ لوبغالي او تر خوا یې د مېلمستون له جوړېدو وروسته د یاد مېلمستون د احاطوي دیوال د جوړېدو قرارداد له نوریان وردګ ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره لاسلیک کړ.

دغه احاطوي دیوال چې ۲۳۰ متره طول او په اوسط ډول ۲.۷۰ متره ارتفاع به لري، د جوړېدو کار یې د (۲۱۹۵۰۰۰) افغانیو په ارزښت د ۲۰۲۱م کال د می په میاشت کې پیل او د ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتې په ۳۱ مه نېټه به پای ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې د کندهار کرکټ لوبغالی او مېلمستون یې په ټولو معیارونو سنبال دی؛ چې د یاد احاطوي دیوال له جوړېدو وروسته به د یاد لوبغالي مېلمستون د مېلمه پالنې لپاره په مکمل ډول چمتو شي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ په دې وروستيو کې د کرکټ په برخه کې په يو شمير رغنيزو پروژو پيل کړی چې ورسره به په کورنې کرکټ کې شته ستونزې څه اندازه حل شي.

همدارنګه په ننګرهار ولايت کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پخوانې لوبغاړې شهيد نجيب الله ترکي په ياد د کرکټ د يو معياري لوبغالي رغنيزي چاري په چټکۍ سره پرمخ رواني دي چې  اوس مهال د شهيد نجيب الله ترکي د کرکټ لوبغالي د دوهم فاز رغنيزي چاري په ننګرهار ولايت کې ۲۵ سلنه بشپړي شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ