بابر او کوهلي د ۳ نړيوالو درجه بنديو په ۱۰ غوره لوبغاړو کې، کوم يو يې غوره دی؟ | خبریال

بابر او کوهلي د ۳ نړيوالو درجه بنديو په ۱۰ غوره لوبغاړو کې، کوم يو يې غوره دی؟

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی توپ وهوونکی او لوبډلمشر ويراټ کوهلي او د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی توپ وهوونکی او لوبډلمشر بابر اعظم يوازیني لوبغاړي دي چې د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې لخوا د کرکټ په ۳ نړيوالو ( شل اوريزه، يو ورځينۍ، او ټيسټ ) لوبو په نړيوالو درجه بنديو کې په ۱۰ غوره توپ وهوونکو کې ځای لري.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او لوبډلمشر ويراټ کوهلي د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې لخوا د شل اوريزه لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې ۵م مقام لري.

خو بلخوا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او لوبډلمشر بابر اعظم بيا د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې لخوا د شل اوريزه لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې دريېم مقام لري.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او لوبډلمشر ويراټ کوهلي د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې لخوا د ټيسټ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې هم ۵م مقام لري.

خو بلخوا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او لوبډلمشر بابر اعظم د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې لخوا د ټيسټ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې ۹م مقام لري.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او لوبډلمشر ويراټ کوهلي د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې لخوا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې دوهم مقام لري.

خو بلخوا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او لوبډلمشر بابر اعظم د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې لخوا د يو ورځينۍ لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې لومړی مقام لري.

بابر اعظم او ويراټ کوهلي يواځينې لوبغاړي دي چې د نړيوالو لوبو په ۳ واړه درجه بنديو په ۱۰ غوره لوبغاړو کې ځای لري.

د يادولو وړ ده ې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی توپ وهوونکی او لوبډلمشر ويراټ کوهلي ۱۲۵۸ ورځي د کرکټ نړيوالې شورا لخوا د يو ورځينيو لوبو پاچا ( په لومړې درجه مقام کې ځای درلود).

خو​، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر او پياوړی توپ وهوونکی بابر اعظم په دې وروستيو د غوره توپ وهنې پرمټ وکولی شول چې د هندې ويراټ کوهلي څخه دغه ستر مقام وګټي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ